د غني او عمران خان تیلیفوني خبرې؛ دواړو افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني چارشنبه ماښام له عمران خان سره تیلیفوني خبرې کړې دي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چارشنبه ماښام د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره تیلیفوني خبرې کړې دي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دواړه مشرانود افغان سولې پر بهیر وغږېدل او په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو خپله سخته اندېښنه وښوده.

په اعلامیه کې راغلي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ژمنه وکړه چې هېواد به یې افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند لپاره مرسته کوي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر هم د دې خبرو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده. په دې اعلامیه کې راغلي: "د ټولو افغان لوریو سره د پاکستان خبرې د دې لپاره دي چې په افغانستان کې یو ټولشموله، پراخ بنسټه او بشپړ سیاسي جوړجاړی وشي ".

دواړه مشران په داسې حال کې تیلیفوني خبرې کوي چې د افغان طالبانو یو پلاوی د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته تللی او تمه کېږي چې له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.

همدا راز د دوحې بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی هم د شل ورځنۍ دمې لپاره کابل ته ستون شوی دی.

تمه کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر به له طالب پلاوي سره خپله لیدنه کې د افغان سولې پر روان بهیر او راتلونکو ګامونو او پړاوونو خبرې وکړي.

"د تاوتریخوالي نه کمېدو مسئولیت یوازې د طالبانو پر غاړه نه دی"

شاہ محمود قریشی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چارشنبه اسلام اباد کې طالب پلاوي سره وکتلي

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چارشنبه اسلام اباد کې د افغان طالبانو له یو پلاوي سره تر ملاقات وروسته له رسنیو سره خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د نه کمېدو مسئولیت باید یوازې پر طالبانو وانه چول شي او د دې لپاره باید ټولې غاړې خپل رول ولوبوي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته د چارشنبې پر ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورغلی او هملته يې د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قرېشي سره کتلي.

تر دې لیدنې وروسته ښاغلي رسنیو سره خبرو کې ویلي، له طالب پلاوي سره يې پر افغان سولې بهیر او د دوحې مذاکراتو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې.‌ ښاغلي قریشي وویل، د سولې له خبرو سره سره لا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو کې زیاتوالی راغلی، خو مسئولیت یې یوازې د طالبانو پر غاړه نه دی.

"په همدې مو هم خبرې وشوې، چې یوې خواته د سولې خبرې روانې دي، خو له دې خبرو سره د تشدد په پېښو کې کموالی چې باید شوی وای، لاهم نه تر سترګو کېږي. زموږ خواهش دی، چې د تشدد پېښې کمې شي، خو دا ذمه واري یوازې پر طالبانو باندې نشي اچول کېدای. ټولې غاړې به په دې کې خپل رول لوبوي. یوازې دا چې ټول بوج پر طالبانو واچول شي، دا به له حقیقه سرغړونه وي".

تردې واړندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې وویل، چې د طالب پلاوي دغه سفر د پاکستان د هغو هڅو په لړ کې ترسره کېږي، چې په افغان کشاله کې له ښکېلو غاړو سره ويني او د بین الافغاني مذاکراتو په بریالیتوب کې همکاري وکړي.

دغه وزارت زیاتوي، پاکستان به په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته همداسې دوام ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبره دغه پلاوی به درې ورځې همدلته وي او وروسته به له لومړي وزیر عمران خان او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره هم ویني.

د افغان سولې بهیر کې د پاکستان رول

ملا عبدالغني برادر پاکستان کې

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو په لار کې د پاکستاني دولت هڅو ته د قدر په سترګه ګوري.

د طالب پلاوي دغه سفر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د تېري میاشتي د کابل تر هغه سفر وروسته ترسره کېږي، چې پکښې ښاغلي خان له افغان چارواکو سره په افغان سولې بهیر کې د خپل بشپړ ملاتړ هوډ څرګند کړی وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي کمېسیون د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو په بلنه او افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر کې له افغان حکومت سره د سلا مشورې په پایله کې ترسره شوی دی.

تر دې وړاندې د روان کال په اګست میاشت کې طالب پلاوی پلازمېنې اسلام اباد ته راغلی و، چې تر هغه سفر وروسته بیا په سپتمبر میاشت کې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ملاقاتونه پېل شول.

که څه هم د نور کله په څېر د طالب پلاوي اوسني سفر ته هم پاکستانیو رسنیو ښه پوښښ ورکړی، خو پر خواله رسنیو بیا ځينو کسانو په نن ورځ د طالب پلاوي اسلام اباد ته پر راتګ ځکه نیوکې کړې.

د دوی په خبره هم نن په پېښور کې د هغو ماشومانو د وژنې تلین لمانځل کېږي چې شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ پر ارمي پبلک سکول د پاکستاني طالبانو په برید کې وژل شوي وو.

سره له دې چې پاکستاني او افغان طالبان بېلې ډلې دي، خو پر خواله رسنیو یو شمېر کسانو لیکلي، چې په لوی سر کې دوی دواړه سر یو دي.