ملا برادر: د افغان سولې په وړاندې درې لوی خنډونه شته

ملا برادر

د عکس سرچینه، Dr Mohammad Naeem

د عکس تشریح، ملا برادر د افغان دولت پر ځینو مشرانو تور لګولی چې د سولې پر وړاندې منفي تبلیغات کوي.

د افغان طالبانو د تحریک مرستیال او قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وايي، د دوی د پاتې بندیانو مسله، د تور نوملړ له مخې پر طالب مشرانو بندیزونه او د سولې ضد منفي تبلیغات د افغان سولې بهیر پر وړاندې لوی خنډونه دي.

نوموړي د یوه څېړنېز مرکز پرلیکه غونډې ته وینا کې وویل، چې طالبان سولې ته ژمن دي او د ټولو افغانانو په ګډون اسلامي نظام غواړي.

ملا عبدالغني برادر دې غونډې ته وینا کې چې له بېلابېلو هېوادونو لسګونه کسانو پکې برخه لرله وویل، لا هم د دوی زرګونه زندانیان په بند کې پاتې دي چې په کار و د دوحې تړون له مخې وړاندې ازاد شوي وی.

نوموړي غوښتنه کړې چې دا بندیان د سولې او د دواړو خواوو ترمنځ واټن راکمولو لپاره ازاد کړل شي.

هغه د افغان دولت پر ځینو مشرانو تور لګولی چې د سولې پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او دا هم د ده په وینا د سولې پر وړاندې یو خنډ دی.

د اوه زره بندیانو خوشي کېدو تمه

بندیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان حکومت د سولې خبرو لپاره پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل

تېره اونۍ افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي وو چې طالبان په نژدې راتلونکي کې د خپلو اوو زرو زندانیانو د خوشي کېدو تمه لري.

خو د ولسي جرګې په غونډه کې د سولې له یوه تړون او اوربند وړاندې د نورو طالب زندانیانو له خوشي کولو سره مخالفت وشو.

د افغان طالبانو او افغان حکومت پلاوو ترمنځ د سپټمبر پر ۱۲ خبرې پیل شوې، خو تر نژدې اتیا ورځو وروسته دواړه ډلې د دې خبرو پر چلنلار سلا شوې.

د خبرو پیلېدو سره تمه وه چې تاوتریخوالی کم شي، خو لا هم د ښکېلو لورو ترمنځ نښتې روانې دي او پړه یې یو پر بل اچوي.

له طالبانو د ناټو غوښتنه

ناټو

د عکس سرچینه، NATO

د عکس تشریح، ناټو ویلي چې غړي یې ګډ افغانستان ته تللي او په مناسب وخت به ګډ ترې وځي.

بل لورته د ناټو سازمان د سیاسي پریکړو کمېسون په یوه اعلامیه کې تاوتریخوالی او په تېره هغه چې طالبان یې کوي، د سولې پر وړاندې خنډ بللی او باید ودرول شي.

دې اعلامیه کې د سولې برخه کې د پرمختګونو هرکلی شوی او د تاوتریخوالي پر سملاسي کموالي، دایمي اوربند او د سیاسي هواري پر لار نقشې ټینګار شوی.

په راتلونکي کې په افغانستان کې د ناټو د حضور په اړه ناټو ویلي د دې سازمان د غړو هېوادونو سرتېري یو ځای افغانستان ته استول شوي او یوازې په هغه صورت کې چې شرایط برابر وي ټول به یو ځای له دغه هېواده ووځي.

ناټو وايي د داسې سولې تمه لري چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي او د ټولو افغانانو بشري حقونه، په تېره د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه ور کړل شي.

ناټو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان، افغانانو او افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي او له افغان حکومت او طالبانو یې غوښتي چې د دوحې تړون او کابل اعلامیې له مخې کړې ژمنې عملي کړي.