ناټو: د ولسمشر غني د سولې د هڅو ملاتړ کوو

ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناټو مشر ویلي، د ټاکنو امنیت ټینګول د افغان ځواکونو دنده ده.

د ناټو سرمنشي ین سټولټنرګ ویلي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې د سولې په برخه کې یې وسله والو طالبانو ته کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې د پنج شنبې پر ورځ په برسلز کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو له ناستې یوه ورځ مخکې کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، ولسمشر غني پرته له کوم شرطه وسله والو طالبانو ته وړاندیز کړی چې د خبرو اترو مېز ته راشي، او ناټو د دې هڅې هرکلی کوي.

د نوموړي په وینا، طالبان باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې روانه جګړه نشي ګټلی، او باید یوه ورځ د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

ټاکل شوې ده چې د جمعې پر ورځ د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې سره راغونډ شي.

د دې ناستې موخه د ناټو سرمشریزې ته چمتووالی نیول دي، چې په جولا میاشت کې ترسره شي.

د ناټو سرمنشي وویل، د جولای په سرمشریزه کې به د افغانستان وضعیت د اجندا مهمه برخه وي، او تمه لري چې د ناټو غړي هېوادونو به له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې بیا تازه کړي.

په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي سټولټنبرګ وویل، د ناټو ځواکونه ښایي د ټاکنو د امنیت په ټینګولو کې کوچنی رول ولري، خو لوی مسولیت د افغان ځواکونو پر غاړه دی.

د ده په وینا، ناټو به په دې برخه کې د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ وکړي، او مالي مرسته به ورسره کوي.

سټولټنبرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ناټو سرمنشي وایي، د افغان ولسمشر د سولې د هڅو ملاتړ کوي

ښاغلي سټولټنبرګ خبریالانو ته وويل، د جمعې ورځې د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې به د افغانستان امنیتي وضعیت ارزول کېږي، او په دې هېواد کې د سولې او پخلاینې پر لارو چارو به هم خبرې اترې کېږي.

نوموړي زیاته کړه، ناټو له افغانستان سره خپلې پوځي اومالي مرسته ډېرې کړي.

ده ده په وینا، ناټو په خپل سیاسي او عملي ملاتړ سره په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې د خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړې ده.

ښاغلي سټولټنزګر وویل، ناټو د افغانستان راتلونکي ته ژمنه ده او له همدې کبله یې په دې هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېر کړی، او له افغان حکومت سره یې خپله مالي مرسته هم زیاته کړې.

نوموړي وویل، دا د ناټو یوه لاسته راوړنه ده چې د پخوا برعکس اوس په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جګړه افغان ځواکونه پر مخ وړي.