افغانستان: ناټو ځواکونو د وسله والو طالبانو وړاندیز رد کړ

ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو د وسله والو طالبانو هغه وړاندیز رد کړ چې ویلې یې و، په دغه هېواد کې جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

ناټو وايي، د طالبانو وروستيو بریدونو پر ډاګه کړه چې دغه وسله واله ډله جوړ جاړي او خبرو اترو ته هوډ نه لري.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو په مشرۍ د پریکنده ملاتړ ماموریت ویاند ټام ګریس بک بي بي سي ته وویل، طالبان د سولې خبرو ته چمتو نه دي:

''یوازې د طالبانو پرانیستی لیک د سولې مذاکراتو څرګندونه نه کوي د دوی وروستي بریدونه د دې پرتله ډېر څه په ډاګه کوي. دغه وروستي بریدونه د طالبانو وحشت ښيي او یوازې ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته اړ کوي، هغه ډول چې ولسمشر ټرمپ څرګندونې کړې د طالبانو بریدونه چې ملکي وګړي په نښه کوي د دې ښکارندويي کوي چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو نه دي. ''

تېره ورځ 'فبرورۍ ۱۴ مه ' طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له ولسه او کانګریسه وغوښتل چې پر خپلو مشرانو فشار راوړي، چې د دوی په خبره د افغانستان نیواک پای ته ورسوي.

طالبانو ویلي و چې دوی خبرو ته چمتو دي او ګواښ یې کړی و چې له زوره ګټه اخیستنه وضعیت لا پیچلی کوي.

د ناټو ځواکونو ویاند، د سولې خبرو ته د افغان ولسمشر بیا بیا چمتوالي ته په اشارې سره وویل، په دغه پړاو کې له طالبانو پرته هر لوری سولې ته چمتو دی.

ناټو وايي، د طالبانو وروستيو بریدونو پر ډاګه کړه چې دغه وسله واله ډله جوړ جاړي او خبرو اترو ته هوډ نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ناټو وايي، د طالبانو وروستيو بریدونو پر ډاګه کړه چې دغه وسله واله ډله جوړ جاړي او خبرو اترو ته هوډ نه لري.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشرانو ویلي وو، ډاډه دي چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ترمپ ستراتژي به، چې د طالبانو پر وړاندې هوايي او ځمکني بریدونه په کې شامل دي، دغه وسله واله ډله د جګړې په ډګر کې ماتې او سولې ته اړباسي.

ولسمشر ټرمپ شپږ میاشتې مخکې د افغانستان او سویلي اسیا په اړه خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه او په ډاګه یې کړه چې دوی به افغانستان کې د طالبانو او نورو سخت درېځو ډلو پر وړاندې هوايي او ځمکني بریدونه ډېر کړي.

طالبانو بیا ویلي، د ټرمپ ستراتیژي بې ګټې ده او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې دوی تر واک لاندې یو فوټ خاوره هم له لاسه نه ده ورکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو بیا ویلي، د ټرمپ ستراتیژي بې ګټې ده او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې دوی تر واک لاندې یو فوټ خاوره هم له لاسه نه ده ورکړې.

بل لور ته په دې وروستیو کې امریکایي ځواکونو د طالبانو او داعش وسله والو پر مرکزونو هوایي بریدونه ډېر کړي دي او دوی په خپلو بریدونو کې له بی ۵۲ جنګي الوتکو داسې بمونه هم غورځولي، چې لارښود لري.

طالبانو بیا ویلي، د ټرمپ ستراتیژي بې ګټې ده او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې دوی تر واک لاندې یو فوټ خاوره هم له لاسه نه ده ورکړې.