حکومت د ۲۰ سلنه افغانانو له پاره د کورونا واکسین پېرلو غوښتنه کوي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، کابل
افغانستان سر له سبا د خپل شل سلنه نفوس لپاره د کورونا واکسین پیرلو رسمي غوښتنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي نړیوال بانک او د واکسیناسیون نړیوالې ټولنې چې افغانستان یې غړیتوب لري د دې اندازې واکسین برابرولو ډاډ ورکړی.
افغان حکومت ویلي د کورونا دویمې څپې کابو کولو او واکسین تطبیق په موخه یې ګومارلي ملي کمیټې په لومړي پړاو کې دومره اندازه واکسین کافي بللی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاډمن دی چې په نوره نړۍ کې د کورونا واکسین له تطبیق سره هم مهاله به په افغانستان کې هم دا لړۍ پیل شي.

د عکس سرچینه، ARG
ده ویلي: "له بده مرغه د کورونا دویمه څپه راغلې او ما تر اوسه په دې اړه اته جلسې نیولي ، خو اوس موږ ډاډ لرو چې انشالله تعالی په لومړي پړاو کې به شلو او په دویم پړاو کې به څلوېښتو سلنو خلکو ته د کورونا واکسین برابر کړو. "
ولسمشرغني زیاتوي دا به د خلکو اندېښنه کمه کړي. هغه چې پرون یې د پخلاینې عالي شورا په غونډه کې وینا کوله د واکسین تر څنګ د کورونا دویمې څپې مهارولو لپاره د سیاستوالو او خلکو همکاري مهمه وبلله.
له افغان حکومت سره افغانستان ته د واکسینو رسولو ژمنه نړیوال بانک او ګاوي الاینس نړیوالې ټولنې کړې.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یوې ملي کمیټې د واکسین د څرنګه تطبیق ارزونې کړي او ښکاره کوي چې په لومړي پړاو کې شل سلنه خلک واکسین کېدای شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور بي بي سي ته وویل تمه ده چې تر شپږو نورو میاشتو افغانستان ته دری سلنه واکسین ورکړل شي.
هغه زیاته کړه پر یکشنبه به د روغتیا وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب د شل سلنه نفوس لپاره د واکسین غوښتلو درخواستي تسلیم کړي او تمه ده چې بهیر یې ژر وروستۍ شي.
د ده په وینا لومړي ور رسیدونکي واکسین به روغتیاپالان او هغه کسانو ته تطبیق شي چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او یا دا چې روغتیایي وضعیت ته په کتو له نورو واکسین ته ډېره اړتیا لري.

د عکس سرچینه، SEAN ELIAS
تر دې وړاندې ګاوي دي واکسین الاینس یا په بې وزله هېوادونو کې د واکسین د تطبیق نړیوالې ټولنې اعلان کړی چې د شاوخوا ۹۲ هېوادونو لپاره دوه میلیارده ډوزه واکسین پېري او بیا یې د اړوند هېوادونو سره په همغږي په هغو هېوادونو کې پلي کوي.
د کورونا ویروس یوه کال پوره کیدو سره د نړۍ ګڼو هېوادونو له هغې ډلې یې د امریکا، برتانیا، او روسيې معتبرو شرکتونو د کورونا ضد واکسین د جوړیدو دعوه کړي.
له دې ډلې روسیې پرون روغتونونو ته دواکسین ویشلو لړۍ پیل کړه او برتاینا هم ویلي چې تر دوه نورو اونیو به اړمن خلک په کورو کې واکسین شي امریکا هم اعلان کړی چې تیار شوي واکسین به خلکو ته په زور نه بلکې په خپله خوښه ورکړي.
افغانستان ویلي د ګاوي الایسن واکسین نړیواله ټولنه او نړیوال بانک به د کوم هېواد څخه د واکسین په پیرلو کې برلاسی وي خو ویلي یي دې هېواد ته د کورونا واکسین له رسیدو سره سم به دا واکسین د روغتیا وزارت له لوري په وړیا ډول تطبیقېږي.
د افغانستان د واکسین تطبیق ملي کمیټې هیله ښودلې چې د ۲۰۲۱ کال تر پایه به شل سلنه وګړي د واکسین له لارې له کورونا معافیت تر لاسه کړي.








