امریکایی پوځ افغانستان کې خپلو دوو مهمو اډو کې پاتې کېږي

امریکايي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، په افغانستان کې د پوځیانو شمېر له کمولو وروسته به هم دغه هېواد کې 'دوې لویې اډې او د سپوږمکیو د تماس یو شمېر اډې ' د امریکایي پوځ په لاس کې پاتې کېږي.

خو ښاغلي میلي دا نه ده روښانه کړې چې دا دوې مهمې اډې کومې دي، او امریکایي پوځیان به د څومره مودې لپاره هلته پاتې کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي چارشنبه د واشنګټن په بروکینګز اداره کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د پوځيانو شمېر دوه نیم زرو ته راټیټولو او په راتلونکي کې د دې پوځیانو د ماموریت په هکله تشریحات ورکړل.

ښاغلي میلي ویلي، امریکايي پوځیان به له افغان امنیتي ځواکونو سره چې له طالبانو سره جګړه کوي د همکارۍ او د القاعده او دولت اسلامي (داعش) ډلو پر ضد ترهګرۍ ضد عملیاتو کې خپل فعالیتونه روان وساتي.

د اي ایف پي په رپوټ کې د جنرال میلي له قوله ویل شوي، چې نړیوال ځواکونه خپلو لویو هدفونو ته رسېدلي دي، خو نوموړی زیاتوي له تېرو پنځو تر اووه کلونو پورې حکومت او طالبان نه دي توانېدلي په جګړه کې د یوه بل پر ضد بریا ته ورسېږي، چې په وینا یې د امریکا له نظره د جګړې ختمولو یوازینۍ لار خبرې او روغه جوړه ده.

تېره اونۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له یو شمېر امریکايي او افغان چارواکو سره له مرکو وروسته په یوه رپوټ کې وویل، نژدې نهه میاشتې مخکې چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه لاسلیک شوه، امریکايي ځواکونو تر اوسه په ټول افغانستان کې 'لږ تر لږه لس اډې ' تړلې دي.

له افغانستان د امریکایي پوځیانو وتل؛ ملاتړي‌ او مخالفین یې څه وایي؟

جنرال مارک میلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جنرال میلي دا نه ده روښانه کړې چې دا دوه مهمې اډې کومې دي، او امریکایي پوځیان به د څومره مودې لپاره هلته پاتې کېږي.

پينټاګون د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پرېکړې له مخې د راتلونکې جنورۍ تر پنځلسمې پورې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ پوځیانو ته د راکمولو پلان اعلان کړی دی.

خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو (بېړنیز) وتل په واشنګټن او ناټو کې اندېښنې راپورته کړې، چې په افغانستان کې د غوڅ ماموریت مشري یې پر غاړه ده.

رویټرز وايي، ښاغلي میلي د امریکا ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د سیاست په هکله له څه ویلو ډډه وکړه، خو په خبره یې 'له هغه وروسته چې څه کېږي، د نوې ادارې پر غاړه به وي. '

خو یو شمېر امریکايي جنرالان چې افغانستان کې یې دنده تر سره کړې او دغه راز یو شمېر سناتورانو او مبصرینو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو احتمالي بېړنۍ وتنې د پایلو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د جنورۍ پر شلمه به د لوړې له مراسمو وروسته جو بایډن د امریکا ولسمشر شي، چې وار له مخه یې له افغانستانه د پوځونو 'نامسولانه ' ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی.‌

دا په داسې حال کې ده چې له دریو میاشتو وروسته د قطر په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو تر منځ د خبرو پر طرزالعمل یا تګلاره هوکړه وشوه او د خبرو اجنډا ترتیب پړاو ته ننوتل.

د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونوایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون په یوه ټویټر پیغام کې د دې پرمختګ هرکلي تر څنګ وویل:

''افغانان اوس د سیاسي تګلارې او اوربند پر لور د چټک پرمختګ غوښتنه کوي. ''