سرچينې: دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر طرزالعمل هوکړه شوې، خو ولسمشر یې مخالفت کوي

د عکس سرچینه، Getty Images/arg
د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا کې سرچينې وايي، د افغان ولسمشر د مخالفت له امله د طالبانو او دولتي مرکچیانو تر منځ د خبرو د طرزالعمل لاسلیکېدل ځنډېدلي دي.
دې سرچينو د نوم نه اخیستو په شرط بي بي سي ته ویلي، د دولت او طالبانو مرکچيانو د خبرو د بنسټ په توګه یې پر څلورو عناصرو هوکړه کړې وه، خو ښاغلي غني دغه موضوع نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر هم ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره طرز العمل یا کړنلاره د روانې نومبر میاشتې پر پنځلسمه نېټه وروستۍ شوې ده او دواړو خواو، یعنی طالبانو او د افغان دولت مرکچي پلاوي پرې هوکړه هم کړې.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم نن شنبه پر خپله ټوېتر پاڼه لیکلي، دا طرز العمل د نومبر پر ۱۷مه نېټه د دواړو پلاو په غونډه کې ولوستل شو، د دواړو خواو لخوا تائید شو او یوه نسخه یې د خبرو کوربه هېواد ته هم وسپارل شوه.

د عکس سرچینه، Twitter
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا ټینګار کوي چې اساسي قانون او د سولې لویې مشورتي جرګې د سولې خبرو چوکاټ او د افغانستان د دولت د خبرو د پلاوي کاري اصول ټاکلي دي.
له دې وړاندې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان دولت مرکچي پلاوي ځینو غړو هم په دې مذاکراتو کې د پرمختګ خبره کړې وه.
بل لور ته د افغان ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي بي بي سي ته وویل، د افغانستان مرکچي پلاوي ته د خبرو چوکاټ د افغانستان اساسي قانون او مشورتي لویې جرګې ټاکلي دي:
''زموږ د مذاکرتي ټیم لپاره هغه اصول او حدود چې ټاکل شوي دي، هغه د افغانستان اساسي قانون دی، د دې قانون اصول او دستورات دي او مهمه خبره دا چې د سولې په لویه جرګې کې چې له ټول افغانستانه خلکو ګډون وکړ، هلته یې د افغان دولت او د مذاکره کوونکي ټیم لپاره حدود وټاکل چې په هغه چوکاټ کې دغه پروسه مخکې یوسي. ''
ښاغلي صدیقي څو ورځې وړاندې کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دوحه کې د سولې روانو خبرو کې تر اوسه کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی او طالبان د ده په وینا داسې وړاندیزونه کوي چې افغان دولت یې له ملي منافعو سره د ټکر له امله د منلو واک نه لري.
د پردې تر شا څه روان دي؟
د افغانانو د خپل منځي خبرو لپاره د بنسټ په توګه د امریکا او طالبانو د تړون او حنفي فقهې پر منل کېدو د طالبانو ټینګار په تېرو دوو میاشتو کې د افغانانو خپلمنځي خبرې له خنډ سره مخ کړې وې.
خو اوس د افغانستان د پخلاینې شورا کې دوو سرچینو بي بي سي ته ویلي د دواړو لوریو مرکچي پلاویو بلاخره پر دغو اختلافي مواردو هوکړه کړې.
هغوی چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي وايي، د خبرو د مذهبي بنسټ په اړه دواړو لورو هوکړه کړې چې د هغو اختلافونو د حل لپاره چې شرعي تفسیر ته يې اړتيا وي، د دواړو لوریو علما به موضوع حلوي.
د هغوی په وینا د خبرو د بنسټ په اړه پر څلورو ټکو هوکړه شوې:
د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه
د افغانستان د خلکو غوښتنه
د دواړو لورو تعهد
د ملګرو ملتونو بیا بیا غوښتنې.
له دې وړاندې د افغانستان دولت ټینګار کړی و چې د خبرو طرزالعمل ته د امریکا او طالبانو د تړون د شاملېدو په صورت کې دې له امریکا سره د افغانستان د دولت ګډه اعلامیه او د سولې د مشورتي لویې جرګې فیصله هم شامله شي.
د دغو سرچینو په وینا ټاکل شوې چې دواړه لوري د خپلو مشرانو له تأیید وروسته طرزالعمل لاسلیک کړي چې په همدې موخه د دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د پلاوي غړی عبدالسلام رحيمي کابل ته تللي او دغه موضوع یې له ولمسشر سره شریکه کړې.
هغوی وايي ښاغلي غني مخالفت ورسره کړی او له همدې امله د دغه طرزالعمل لاسلیک له ځنډ سره مخ شوی.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي طالبان د دريځ په نه نرمولو تورنوي او وايي، دغې ډلې د افغانستان د پلاوي وړاندیزونه بیا بيا رد کړي.
هغه بي بي سي ته وویل، د افغانستان مرکچي پلاوي ته د خبرو کاري چوکاټ اساسي قانون او مشورتي لويې جرګې ټاکلی.
د نړیوالو لخوا فشار په زیاتېدو دی

د عکس سرچینه، GMIC Afghanistan
له بلې خوا اروپايي ټولنې او بریتانیا او دغه راز په کابل کې د امریکا سفارت هم د خبرو د ښه پرمختګ او نورو ګامونو لپاره د ملي روغې جوړې شورا تشکیل مهم بللی.
د ملي روغې جوړې شورا ویاند فریدون خوځون د نړیوالې ټولنې د دغې غوښتنې هرکلی کړی او وايي د دغه ارګان پر بشپړېدو کار روان دی.
د ملي روغې جوړې د شورا مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني نن (شنبه) هم د سولې پر بهیر او د دغې شورا پر جوړښت خبرې کړې چې جزئیات یې لا نه دي خپاره شوي.
د ملي روغې جوړې شورا د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ له ټاکنو وروسته د سیاسي جوړجاړي برخه ده خو د دواړو لوریو تر منځ د اختلاف په خاطر یې لا هم غړي، د رهبرۍ کمېټه او عمومي مجمع نه ده بشپړه شوې.









