طالبانو د روزګان د دهراووت ولسوالۍ بازار ونیو

افغان ځواکونو ولسوالۍ ته څېرمه پوځکوټ ته شاتګ کړی دی.
د عکس تشریح، افغان ځواکونو ولسوالۍ ته څېرمه پوځکوټ ته شاتګ کړی دی.

د افغانستان سوېل ته په روزګان کې چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو بېګا د دغه ولایت پر دهراووت ولسوالي برید وکړ او دوی د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د ولسوالۍ له بازار شاتګ وکړ.

د دهراووت ولسوالۍ بازار کې ولسوالي او امنیه قومنداني دي او افغان ځواکونه او ځايي چارواکي له بازار بهر پوځکوټ ته په شا شوي دي.

د روزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل بي بي سي ته وویل، تېره شپه وسلوالو طالبانو پر بازار او امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ او نورو نظامي مرکزونو ډله ییز بریدونه وکړل:

"د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول، خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له دې سیمې افغان ځواکونو تکتیکي شاتګ وکړ."

تراوسه وسلوالو طالبانو د دې جګړې په هکله څه نه دي ویلي او افغان چارواکي دې نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه وايي .

د روزګان چارچینو، خاص روزګان او ګیزاب ولسوالیو پر مرکزونو هم طالبانو ولکه کړې او په دې ولسوالیو کې ولسي او نظامي پرسونل پوځي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

کندوز کې برید

د افغانستان شمال ختیځ ته کندوز کې چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو بېګا د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر بالاحصار پوسته برید کړی دی.

د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي وایي دې برید کې ۵ د ملي اردو پنځه سرتیري وژل شوي او دوه نور ژوبل دي او د هغه په خبره چې لس طالبان هم وژل شوي دي.

خو د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وایي، دې پېښه کې ۱۸ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اووښتې ده:

"د شپې یوه بجه طالبانو پر بالاحصار بریدونه پیل کړل چې قوي بېس پکې دی، تر پنځو بجو برید روان و، د طالبانو برید کې لس افغان ملي اردو سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان دي. "

د نوموړي په خبره، دې برید کې دوه پولیس هم وژل شوي دي او د افغان ځواکونو دوه هاموې ټانکونه هم ویجاړ شوي دي.

د کابل چاودنه

د کابل له چاودنې وروسته دا انځور خواله رسنیو کې خپور شو.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، د کابل له چاودنې وروسته دا انځور خواله رسنیو کې خپور شو.

له بلې خوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت مني چې د جمعې په ورځ سهار نږدې شپږ بجې د پلازمېنې کابل په ارغندۍ چوک کې د چاودنې له امله دوه امنیتي سرتېري ووژل او څلور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دې چاودنې د ډول په هکله څه نه وايي، خو نا تایید شوي رپوټونو کې ویل شوي چې موټربم برید شوی دی.

ارغندۍ چوک کې د پوځ یو مرکز دی او انځورونه ښيي چې د ملي اردو دې مرکز ته تاوان رسېدلی دی.

یوې امنیتي سرچینې له نوم پرته بي بي سي ته وویل، دې برید کې څلور سرتېري او دوه ولسي وګړي وژل شوي او اته سرتېري ټپیان دي.