اغاخان فرهنګي بنسټ د هرات پنځم منار د جوړولو لپاره چمتووالی ښودلی

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې اغا خان فرهنګي بنسټ ولسمشر ته د یوه لیک په استولو سره د هرات د پنځم منار د بیا رغېدو لپاره چمتووالی وښود.

د هرات په مصلی کې پنځه مناره شته چې د تیموریانو په دوره کې جوړ شوي، خو له دغو پنځو د یو وضعیت ښه نه دی او د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

دوه اونۍ وړاندې ولسمشر د هرات له والي سره پر ټیلیفون خبرې کړې وې او له هغه یې غوښتنه کړې وه چې د دغه منار د بیا رغېدو لپاره دې لاس په کار شي.

له دې وړاندې د هرات والي عبدالوحید قتالي ویلي و چې ددغه منارد بیا رغېدو لپاره به څېړنې تر سره کړي او راټول شوي مالومات له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبه (لړم/عقرب ۲۱) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د هرات د مصلی د پنځم منار لومړني لګښتونه ولسمشرۍ ماڼۍ ورکوي او د یاد منار اساسي کارونو مالي لګښت به اغان خان فرهنګي بنسټ ورکوي.

صدیقي لیکي، اونۍ وړاندې ولسمشر غني د اغان خان فرهنګي بنسټ او یونیسکو سازمان له یوشمېر غړو سره وکتل او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د هېواد تاریخي ابداتو په ساتنه کې هر ډول همکاري وکړي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، له دغې لیدنې وروسته شهزاده کریم اغا خان د نړۍ د اسماعیلیانو مشر د هرات د مصلی د منارونو د جوړولو خبره تایید کړې ده.

په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې مصلی او د ګوهر شاد بېګم ګنبد بیا رغوي.

ددغو منارونو د بیا رغونې چارې د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي او پراختیایي ادارې پر غاړه اخیستي وې د یادو منارونو د بیارغونې چارې اوس هم روانې دي.

د شاهرخ میرزا تیموري (د امیر تیموري زوی، د تیموریانو دورې پاچا) مېرمن ګوهر شاد بېګم د سیمې له وتلو مېرمنو یادېږي.

د تاریخ له مخې ویلی شو چې هغې د ژوند په لړ کې د علم او پوهې ، فرهنګ او هنر برخو ته ډېر کار کړی.

په هرات کې د ګوهر شاد منارې او د ایران په مشهد کې د امام رضا له زیارت سره نژدې د ګوهر شاد جومات ددې له مشهورو یادګارونو دي.

ولسمشر غني له دې وړاندې ګوهر شاد بېګم په سیمه کې یوه فرهنګ خوښوونکې مېرمن یاده کړې وه.

د هرات د مصلی منارونه د تیموریانو په دوره کې هغه ځای کې چې د شاهرخ میرزا مېرمن ګوهرشاد مدرسه درلوده جوړشو. د جنګونو پر مهال مصلی ویجاړه شوه او یوازې یې څلور منارونه پر ځای پاټې شول چې هغه هم په بد وضعیت کې دي.

دغه منارونه د تیموریانو دورې له مهمو معماریو بلل کیږي.

د پوهانو له نظره په نهمه پېړۍ کې د تیموریانو دورې فرهنګي اثارو بېلګه د رسانس دورې له ایټالیوي فرهنګ سره پرتله کولی شو.

په هرات کې فرهنګي پرمختګونه د شاهرخ میرزا، ګوهر شاد بېګم ، د شاهرخ میرزا زوی بایسنغر میرزا، سلطان حسین بایقرا او د وزیر امیر علي شېر نوایي له کارونو او لاسته راوړنو څخه یادیږي.