تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني د هرات مصلی پنځم څلي بېړنۍ ارزونه غوښتې
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د هرات والي سره په ټیلیفوني خبرو کې د هرات د مصلی پنځم منار د بیارغونې غوښتنه کړې.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د هرات والي عبدالوحید قتالي ته امر کړی چې د هرات د مصلی پنځم منار د ارزونې لپاره ژر تر ژره یو مسلکي ډله وګماري او د بیارغونې لپاره یې لاس په کار شي.
ښاغلي قتالي ویلي، د دې منار د بیا رغونې لپاره د موندنو او ارزونې پایلې به له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکې کړي.
د هرات په مصلی کې پنځه مناره دي چې د تیموریانو په وخت کې جوړ شوي، خو د یوه منار وضعیت ښه نه و او کوږ شوی او رالوېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې د مصلی او د ګوهرشاد ګنبد جوړوي. د دې تاریخي ځایونو جوړونه د جمهوري ریاست د عملیاتو او پراختیايي ادارې په غاړه اخیستې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل، اوسمهال د دې ولایت د مصلی پر ځینو برخو کار روان دی.
د شاهرخ میرزا (د امیر تمیور زوی، د تیموریانو دورې د یوه پاچا) مېرمن ګوهرشاد بېګم د سیمې یوه له مشهورو ښځو څخه ده.
د افغانستان په هرات کې د ګوهرشاد منار او د ایران په مشهد کې د امام رضا (د شیعه ګانو اتم امام) زیارت ترڅنګ د ګوهرشاد جومات د دې له لویو یادګارونو دي.
ښاغلي غني ګوهرشاد مېرمن د افغانستان او سیمې یو فرهنګ دوسته څېره بللي وه.
د هرات د مصلی منارونه د تیموریانو په وخت کې په هغه سیمه کې جوړ شوي چې د ګوهرشاد مدرسه پکې وه.
د جګړو په وخت کې د هرات مصلی ویجاړه شوه او یوازې څلور ګنبدونه یې پاتې شول چې هغه هم سخت زیانمن شوي.
د شارخ میرزا مېرمنې ګوهرشاد بېګم قبر هم د هرات د مصلی خواته دی. دا ګنبدونه د تیموریانو د وخت له مهمو معماریو حسابېږي.
د هرات فرهنګي پرمختګ د تیموریانو په وخت کې د شاهرخ میرزا او مېرمن یې ګوهرشاد بیګم، د شاهرخ میرزا زوی بایسنغر میرزا، د ده وزیر سلطان حسین بایقرا او لمسی یې امیرعلي شېر په مټو شوی.