ولسمشر غني د هرات مصلی پنځم څلي بېړنۍ ارزونه غوښتې

هرات

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د چارواکو په وینا، پنځم څلی کوږ شوی او د لوېدو له ګواښ سره مخامخ دی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د هرات والي سره په ټیلیفوني خبرو کې د هرات د مصلی پنځم منار د بیارغونې غوښتنه کړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د هرات والي عبدالوحید قتالي ته امر کړی چې د هرات د مصلی پنځم منار د ارزونې لپاره ژر تر ژره یو مسلکي ډله وګماري او د بیارغونې لپاره یې لاس په کار شي.

ښاغلي قتالي ویلي، د دې منار د بیا رغونې لپاره د موندنو او ارزونې پایلې به له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکې کړي.

د هرات په مصلی کې پنځه مناره دي چې د تیموریانو په وخت کې جوړ شوي، خو د یوه منار وضعیت ښه نه و او کوږ شوی او رالوېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې د مصلی او د ګوهرشاد ګنبد جوړوي. د دې تاریخي ځایونو جوړونه د جمهوري ریاست د عملیاتو او پراختیايي ادارې په غاړه اخیستې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل، اوسمهال د دې ولایت د مصلی پر ځینو برخو کار روان دی.

ښاغلي غني د هرات والي ته امر کړی چې د پنځم څلي رغونې لپاره ژر لاس په کار شي

د عکس سرچینه، Hera.gov/ARG

د عکس تشریح، ښاغلي غني د هرات والي ته امر کړی چې د پنځم څلي رغونې لپاره ژر لاس په کار شي

د شاهرخ میرزا (د امیر تمیور زوی، د تیموریانو دورې د یوه پاچا) مېرمن ګوهرشاد بېګم د سیمې یوه له مشهورو ښځو څخه ده.

د افغانستان په هرات کې د ګوهرشاد منار او د ایران په مشهد کې د امام رضا (د شیعه ګانو اتم امام) زیارت ترڅنګ د ګوهرشاد جومات د دې له لویو یادګارونو دي.

ښاغلي غني ګوهرشاد مېرمن د افغانستان او سیمې یو فرهنګ دوسته څېره بللي وه.

د هرات مصلی کې پنځه څلي دي، چې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي، خو یو څلی کوږ شوی او د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هرات مصلی کې پنځه څلي دي، چې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي، خو یو څلی کوږ شوی او د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی
د هرات څلور نور څلي هم د جګړو له کبله زیانمن شوي دي

د عکس سرچینه، Herat.Gov

د عکس تشریح، د هرات څلور نور څلي هم د جګړو له کبله زیانمن شوي دي

د هرات د مصلی منارونه د تیموریانو په وخت کې په هغه سیمه کې جوړ شوي چې د ګوهرشاد مدرسه پکې وه.

د جګړو په وخت کې د هرات مصلی ویجاړه شوه او یوازې څلور ګنبدونه یې پاتې شول چې هغه هم سخت زیانمن شوي.

د شارخ میرزا مېرمنې ګوهرشاد بېګم قبر هم د هرات د مصلی خواته دی. دا ګنبدونه د تیموریانو د وخت له مهمو معماریو حسابېږي.

د هرات فرهنګي پرمختګ د تیموریانو په وخت کې د شاهرخ میرزا او مېرمن یې ګوهرشاد بیګم، د شاهرخ میرزا زوی بایسنغر میرزا، د ده وزیر سلطان حسین بایقرا او لمسی یې امیرعلي شېر په مټو شوی.