هلمند کې د "اتلانو" په نوم زر کسیزه پوځي قطعه جوړه شوه

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

په هلمند کې تر وروستیو سختو جګړو او درنو تلفاتو وروسته افغان حکومت اوس په دغه ولایت کې یوه زر کسیزه قطعه جوړه کړه.

د "اتلانو " دغې قطعې غړو ته به د ملي امنیت په چوکاټ کې زده کړې ورکول کېږي او بیا به مخامخ له مخالفینو سره د جګړې کرښو ته لېږل کېږي. د افغان چارواکو په وینا ټاکل شوې چې په مهمو پوځي دندو کې ونډه واخلي.

د هلمند سیمه ییز مسؤلین تمه ښيي د اتلانو قطعه چې په هلمند کې بلده ده، د سیمي امنیت په خوندي کولو کې به مثبت رول ولوبوي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک په وینا دا چاره د ولس په غوښتنه ترسره شوې ده او په تشکيلاتو ډېری د سیمې بلد خلک دي.

خو د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان بیا د دغو کسانو د روزنې په اړه اندېښنه لري. ښاغلی افغان وايي که د دغې زر کسیزې قطعې غړو ته روزنه ور نه کړل شي او ښه سمبال نه شي نو ښايي له تمې سره سم پایله ونه لري.

هلمند له تېرو شاوخوا شلو کلونو راهیسې د سختو جګړو شاهد و. دلته د دفاع وزارت قول اردو او د پولیسو او ملي امنیت ستر پوځي ځواکونه پراته دي.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخیل په وینا د اتل په نوم زر کسیزه قطعه ملیشو ته ورته ده. د ښاغلي امر خېل په وینا ملیشه ځواکونو وړاندې تر دې په افغانستان کې ښه پایله نه ده لرلې.

وړاندې تر دې هم په هلمند کې د "سونګوریانو " په نوم یوه قطعه موجوده وه چې په بېلابېلو عملیاتو کې ګډون کړی.

په هلمند کې د وروستیو سختو جګړو له امله لسګونه زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي. چې په اړه یې ملګرو ملتونو، او نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو اندېښنه ښودلې ده.