محب: افغانستان کې د کورنۍ جګړې خطر ډېر دی، خو د مخنیوي هڅه یې کوو

د عکس سرچینه، MOHIB FACEBOOK
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي افغان دولت سولې هڅو ته چانس ورکوي چې بریالۍ شي خو هغه د طالبانو دریځ ته په اشارې وویل د یوې کورنۍ جګړې خطر ډېر دی، خو افغان دولت یې د مخنیوي هڅې کوي.
ښاغلي محب دا څرګندونې له بي بي سي سره خبرو کې کړې، هغه د کورنۍ جګړې د شونتیا په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل :
"احتمال يې ډير دی خو موږ يې د کمولو لپاره تر خپله وسه هلې ځلې کوو. طالبان کولی شي چې هوښيار سیاست وکړي او په ښه نیت خبرې وکړي. زه نه پوهیږم چې په دوی کې داسې څه شته، که نه؟ "
نوموړي ټېنګار وکړ چې افغان دولت هم د سولې او هم د جګړې لپاره چمتو دی.
"موږ سترګې په لار یو چې طالبان به جوړجاړی ته چمتو وي او په دې اړه به رښتینی دريځ ولري چې د افغانستان په راتلونکي کې به يې رول څه وي. که چیرې دوی په پرلپسې ډول ټینګار کوي چې موږ دې افغانان دوی ته تسلیموو - نو بیا ددې لپاره یو دفاعي پلان لرو چې د خپل هیواد خلک وساتو".
خو ښاغلي محب د طالبانو په نیت شک څرګند کړ او تور یې پورې کړ چې دوی وخت تېروي:
"کوم څه چې دوی همدا اوس کوي د وخت اړول دي ځکه دوی زموږ په وړتیاو باور نه لري. دوی فکر کوي چې د امریکایانو له وتلو وروسته به د افغانستان امنیتي ځواکونه له منځه لاړ شي او حکومت به د دې توان ونه لري چې ځان وساتي".
د ملي امنیت سلاکار ومنله چې د جګړې ډکر کې د طالبانو د پرمختګ مخنیوي لپاره د امریکا هوايي ځواکونو ملاتړ افغان ځواکونو ته اړین دی.
خو دا یې هم وویل، هغې ورځې ته چمتو دي چې ډېری امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان ووځي.
ښاغلي محب دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې قطر کې د بین الافغاني خبرو پنځمه اونۍ ده، خو تر اوسه هېڅ غاړه د خبرو پر تګلارې هوکړې ته نه ده رسېدلې یا دا چې په هېواد کې پر اورکم توافق وشي او اوربند اعلان شي.
په قطر کې د خبرو تر پیلېدا وروسته، په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی. افغان دولت او طالبان پر یو او بل د تاوتریخوالي ډېرولو تور لګوي.
تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ټینګار درلود چې د تاوتریخوالي دوام به د سولې بهیر او له امریکا سره د طالبانو شوې هوکړه زیانمنه کړي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې امریکا او وسله والو طالبانو قطر کې هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې به یې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې له افغانستانه د امریکا ځواکونه وځي.
که څه هم امریکايي پوځي چارواکو څو ځلې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په هېواد ک پر روان وضعیت پورې مشروط کړي و، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ټاکلي مهالوېش مخکې د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
د هوکړې پر بنسټ، د افغانستان له زندانونو د طالبانو شاوخوا پنځه زره بندیان هم خوشي شول، چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو اساسي شرط و.
د افغان ځواکونو ملاتړ

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا د ناټو غړو او شریکانو د دوشنبې په ورځ خپله غونډه کې تر ۲۰۲۴ کال له افغان ځواکونو د مالي ملاتړ پر ژمنه بیا ټینګار وکړ.
د ناټو تړون د وېبپاڼې له مخې، دوی په دې غونډه کې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ پر پلي کولو بیا کتنه وکړه، ۲۰۲۱ کال د افغان ځواکونو مالي ملاتړ یې خبرې وکړې او تر ۲۰۲۴ کال یې د افغان ځواکونو ته د مالي ملاتړ برابرولو ژمنه تازه کړه.
دې غونډه کې د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ وویل، نننۍ ژمنه د دې باور پیاوړتیا کې مرسته کوي چې موږ به تر ۲۰۲۰ کال وروسته هم د افغان ځواکونو مالي ملاتړ پیاوړی ساتو.
افغانستان کې د ناټو ځواکونو ولسي استازي سټیفانو پونتیکورو هم د دوشنبې په ورځ د هلمند له والي سره خبرو کې ویلي، چې دا تړون افغانستان کې د حکومتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
ښاغلي پونتیکورو په هلمند کې د امنیت ټینګولو لپاره د والي او امنیتي ځواکونو رول ستايلی دی.
طالبانو نږدې ۱۱ ورځې مخکې د هلمند پر مرکز لښکرګاه برید وکړ او د دې ښار ځینې برخې یې هم ونیوې، خو وروسته افغان ځواکونو وویل، چې دا سیمې یې بېرته نیولې دي.
خو لا هم د دې ښار له ځینې سیمو د جګړې رپوټونه ور کول کېږي او هم ښار ته تللې اصلي لارې د ماینونو له امله تړلې دي.











