افغان سوله؛ د تماس ډلې غړي کم شوي او یوازې درې- درې تنه به غونډو کې برخه اخلي

د تماس ډلې غونډې

د عکس سرچینه، Reuters

په قطر کې د سولې خبرو لپاره افغان دولت مرکچي پلاوی وايي د طالبانو د غوښتنې له مخې له هرې خوا یوازې درې، درې تنه د تماس ډلې د غړو په توګه کار ته دوام ورکوي. طالبانو بیا ویلي دوی د تماس ډلې لپاره نوي غړي ټاکلي دي.

د افغان دولت مرکچي پلاوي غړی ډاکټر رسول طالب په یوه ویډیویي پيغام کې وايي چې د طالبانو دا وړاندیز یې منلی او د تماس یوه وړه ډله رامنځته شوې چې پر اختلافي مسلو خبرو کې چټک پرمختګ وشي.

هغه ویلي په تېرو دوه ورځو کې دې وړې ډلې غونډې لرلې او نن هم امکان لري چې غونډه وکړي. تر دې وړاندې له هر لوري اوه کسان د تماس ډلې په توګه ټاکل شوي وو.

ښاغلي طالب هیله وښودله چې د تماس دا کوچنۍ ډله وکولی شي اختلافي مسلو ته د حل لارې ومومي او اصلي خبرې ته چې هغه اجنډا ده او په سر کې به یې اوربند ځای ولري، پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د بي بي سي خبریال سجاد محمدي ته وویل، دوی له خپل لوري د تماس ډلې نوي غړي ټاکلي دي.

نوموړی دې برخه کې بدلون عادي خبره بولي، خو زیاتوي چې د طالبانو په وړاندیز دا کسان د دې لپاره بدل شوي چې د دې ډلې د مرکچي پلاوي نور غړي هم د خبرو چانس ولري.

د طالبانو او حکومت ترمنځ د سپټمبر پر ۱۲ دوحه کې د خبرو پیلېدو سره دواړو ډلو تماس ډلې جوړې کړې چې د خبرو پر کړنلاره کار وکړي.

افغان سوله

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، پاکستان ته د افغان سولې بهیر کې د یوه مهم لوري په سترګه کتل کیږي امریکايي استازي تېرو اونیو له پاکستاني پوځي مشرانو هم کتلي دي

د طالبانو ویاند محمد نعیم ویلي ممکن نورو غونډو کې ټول غړي ګډون وکړي:

"لزوم دید سره څومره چې کسانو ته اړتیا وي او د ګروپونو مشران یې مناسب ګڼي په همغه اندازه کسان سره کېني او بحث کوي ".

د طالبانو او افغان دولت پرونیو خبرو کې هم غلام فاروق مجروح، فاطمه ګیلاني او رسول طالب د حکومت او نبي عمري، قاري دین ‌محمد او لطیف منصور د طالبانو له خوا ګډون کړی و.خو تر څه ځنډ وروسته د دواړو لورو دا خپلمنځي غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دې غونډه کې پر اختلافي ټکو بحث وشو:

"د ناستو په دوام ټينګار وشو تر څو د طرز العملونو په اړه څومره چې زر کېدای شي نهايي تفاهم رامنځ ته شي."

د افغان دولت پلاوي غړي نادر نادري د دې کتنې په اړه پر ټویټر یه بیان کې ویلي دې غونډه کې پر اختلافي مواردو بحث وشو او د حل لپاره به یې غونډې دوام ولري.

بل لورته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او مرستیال لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره پر افغان سوله وغږېد.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دې ناسته کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون پر پوره پلي کېدو، د افغانانو پر خپلمنځي خبرو او نورو اړوند مسلو خبرې وشوې.

دا لیدنه تر هغه وروسته ده چې وسلوالو طالبانو په هلمند او فراه کې امریکايي ځواکونه د دې ډلې په وسلوالو له برید وروسته د دوحې تړون په ماتولو تورن کړل.

خو امریکايي چارواکو د طالبانو دا تورونه رد کړل او ویې ویل، دا بریدونه د دوحې تړون سره سم شوي دي.

تېره فبرورۍ کې له دوحې تړون وروسته طالبانو په لومړي ځل په یوه ولایتي مرکز لښکرګاه برید وکړ چې پکې یې د دې ښار ځینې سیمې هم ونیولې.

دا برید په داسې مهال دی چې د سپټمبر له ۱۲ د افغان حکومت او طالبانو خپلمنځي خبرې په قطر کې روانې دي، خو ور سره په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او لا هم دې خبرو کې ښکاره پرمختګ نشته.

طالبان

د عکس سرچینه، @MBA_AlThan

بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال ملا برادر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او مرستیال لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره پر افغان سوله وغږېد.