د افغان دولت او طالبانو مرکچي ډلو عمومي ناسته وشوه؛ "مشرانو د خبرو پر مهال د زغم سپارښتنه وکړه"

مذاکرات

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا د دواړو پلاو ترمنځ لومړۍ عمومي ناسته وه

په دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي او طالبانو منلې ده چې د دې ډلې او د افغان دولت د مرکچي پلاوي ترمنځ نن سې شنبه عمومي مخامخ غونډه ترسره شوه. په دې ناسته کې د دواړو پلاو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او د خبرو پر مهال یې د زغم سپارښتنه کړې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي، اوس به د دواړو خواو د (تماس ډلې) خپلو کارونو ته دوام ورکوي او د خبرو طرزالعمل او مهاوېش به ټاکي.

نوموړی زیاتوي چې تر هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډا په اړه ناسته ترسره کېږي.

ډاکټر نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د یادونې ده چې دناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کومه برخه یې پاتې ده په ناسته کې د دواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان دارتباط او تماس لپاره وټاکل شول. دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه ".

د پام وړ خبره دا ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او همدا راز د افغان دولت مرکچي پلاوي پر ټوېټر پاڼو ډېره ورته ژبه او کلمات کارول شوي، چې ښایي د دواړو ډلو ترمنځ د رسنیزې همغږۍ نښه وي.

د خبرو طرز العمل او مهالوېش

ډاکټر نعیم

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، ډاکټر نعیم وایي د دواړو ډلو مشرانو د خبرو پر مهال د زغم سپارښتنه وکړه

دواړو غاړو د تماس یوه ۱۲ کسیزه ډله جوړه کړې ده، چې له یو بل سره د خبرو اجنډا او تګلاره جوړه کړي، خو د اصلي خبرو د ناستې لپاره تر اوسه کومه نېټه نه ده اعلان شوې.

د تماس دواړو ډلو تېره دوشنبه له ماښام وروسته هم ګډه ناسته لرله او د سې شنبې ورځې د ګډې ناستې لپاره یې پر کېدونکو خبرو بحث وکړ.

وړاندې، د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي او د دې پلاوي ویاند نادر نادري بي بي سي ته ویلي د تماس ډلې په لومړۍ غونډه کې د سولې خبرو د پرمخ بېولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځي چارواکو سره ولیدل

ISPR

د عکس سرچینه، ISPR

بل لور ته د پاکستان پوځ وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ پلاوي او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه بېګا مازیګر( د سپټمبر ۱۴) خپلمنځي لیدنه کې د افغان پخلاینې پر اوسني بهیر خبرې وکړې.

د پوځ ویاند تورنجنرال افتخار بابر خپل ټوېټر کې لیکلي، دواړه لوري دې لیدنه کې پر سیمه ییز امنیت او نورو اړوند مسلو باندې هم وغږېدل.

د نوموړي په خبره، دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد د افغان سولې بهیر کې د پاکستان رول وستایه او د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه وویل، عمران خان د سولې او سیمه ییز پیوستون په هکله ښکاره لرلید وړاندې کړی دی:

"د ملي ځواک ټولې برخې د دې لرلید د ریښتیا کولو او سیمه کې د اوږدمهالې سولې، پرمختګ او نیکمرغۍ باوري کولو لپاره یوه خوله دي."

زلمي خلیلزاد له جنرال باجوه سره تر لیدنې مخکې له نورو امنیتي او پوځي پاکستاني چارواکو سره ولیدل او د اسلام اباد په خبره، ماښام بېرته ستون شو.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

اسلام اباد کې د چارو شنونکی طاهر خان وايي، له کومو پاکستاني چارواکو سره چې زلمي خلیلزاد لیدلي، هغوی وايي: "ښاغلی خلیلزاد د دې لپاره راغلی و چې د پاکستان مننه وکړي چې د افغان حکومت او طالبانو خبرو پیلولو کې یې مهم رول درلود. "

نوموړی وایي، د پاکستان مشران که پوځیان یا استخبارات دي یا ولسي چارواکي او سیاستوال دي ډېره هیله لري چې دا افغان سولې خبرې به نتیجه ورکړي.

طاهرخان وايي، د پاکستان مشران له هیلې سره سره دا دوه خبرې کوي چې امکان شته افغانستان یا سیمه کې ځینې کړۍ دې بهیر ته تاوان ورسوي.

"بل دا وايي چې اوس خبرې پیل شوې او دا افغان مشرانو پورې تړلې چې له دې چانس ګټه واخلي. "

پاکستان د بین الافغاني خبرو له کوربتوب تېر شو

برادر

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi Facebook

د عکس تشریح، پاکستان یو مهال د بین الافغاني خبرو کوربتوب لپاره چمتووالی ښودلی و

په ورته وخت کې پاکستان د هغو ۱۵ هېوادونو نوملړ کې و چې د سولې خبرو کوربتوب یې غوښت، خو اوس ۱۲ هېوادونه پاتې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي، اسلام اباد د هغو هېوادونو له ډلې ځان اېستلی چې د دې خبرو کوربتوب غواړي.

اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد دا سفر په داسې مهال دی چې د شنبې په ورځ دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو خبرې پیل شوې.

دواړو خواوو د خبرو لپاره د تماس ډله هم جوړه کړه.

د افغان مرکچي پلاوي غړی او ویاند نادر نادری ټوېټ کې لیکلي چې دواړه خواوو د خبرو پر اصولو بحث کړی او رپوټ یې برابر کړی دی.

نوموړی خپل ټوېټ کې زیاتوي چې دا رپوټ نن دواړو غاړو ته تسلیموي، چې خبرې پرې وکړي.