غني: د کابل پولیسو کې باید بنسټیز بدلون راشي

د عکس سرچینه، Arg
په افغان پلازمېنه کابل کې د جنايي پېښو له زیاتېدو وروسته افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، باید د امنیت د ټینګښت لپاره له تکنالوژۍ ګټه واخیستل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني پر پنجشنبه 'اکتوبر ۱۵ 'په ارګ کې د امنیتي مسوولینو یوې غونډې ته ویلي، د خلکو رواني امنیت باید خوندي او باید پولیسو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.
د ارګ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د کابل ښار بېلا بېلو برخو کې ۳۰۰ امنیتي کمرې ځای پر ځای شوې دي. په اعلامیه کې ویل شوي:
''ولسمشر غني امنیتي مسوولینو ته وویل، امنیتي میثاق دې په سم ډول عملي او دندې دې تفکیک شي، همداراز دې د کابل په پولیسو کې اساسي تغییرات راشي چې د جرمونو له بېلابېلو ابعادو سره مبارزه وشي. ''
اعلامیه زیاتوي، ولسمشر غني د کابل امنیتي ټیم ته لارښوونه وکړه چې د ځمکې د غصب مخنیوی ته لازیاته پاملرنه وکړي او د کابل د ولسوالیو د امنیت د ټینګښت په خاطر دې جدي اقدام وکړي.
له دې مخکې افغان چارواکو ویلي، د کابل په لارو او بازارونو کې د ګرځند پلورنځیو یا لاس ګاډو او ښاري وسایطو د څښتنانو بایو میټریک معلومات راټولوي او ثبتوي.
د کابل امنیه قومندانۍ چارواکو پر 'چهارشنبه اکتوبر ۱۴ مه ' وویل، د کراچیو یا لاس ګاډو څښتنان او یا هغه کسان چې د سړکونو غاړو ته بېلا بېل توکي پلوري، یا ښاري او لیني موټر چلوي په هغو کسانو کې شامل دي، چې شخصي بایو مېټریک معلومات به یې ټولوي.
د کابل امنیه قومندانۍ په وینا دا ګام یې د امنیتي او جنایي پېښو د کمولو لپاره پورته کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره اونۍ په پلازمېنه کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې د وسله والو غلاوو او جرمونو له ډېرېدو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته امر وکړ چې غله او مجرمان په ډزو وولي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر لسمه رسنیو ته یوه ویډیو واستوله، چې د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر مسعود اندرابي له پولیسو سره خبرې کوي او ورته وايي چې مجرمان باید وټکول شي او په ښار کې يې د ازاد تګ راتګ مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جنايي جرمونو او غلاوو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي او په ترڅ کې يې په ځانګړي ډول په کابل کې پر خواله رسنیو د "کابل امن نه دی" په نوم کمپاین هم پیل شوی دی.









