لښکرګاه کې جګړه نشته، خو وېره یې شته

Social media

د عکس سرچینه، Social media

د افغانستان سوېل ته له هلمند رپوټونه وايي، چې بېګا له نیمایي شپې راهیسې د لښکرګاه څنډې ارام دي او کله نا کله د خال خال سپکو وسلو غږ اورېدل کېږي.

د رپوټونو له مخې افغان حکومت بېګا هم د مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې یا بولان سیمه کې تر عملیاتو وروسته نور مخته نه دی تللی.

سیمه کې د بي بي سي خبریال مامون دورانی وايي، دغه ښار ته ټولې تلونکې لارې بېرته پرانیستل شوې، خو د درې ورځو جګړه کې د وسلوالو له خوا وران شوي پلچکونه او پلونه ښیي، چې وسلوالو تر کومو سیمو ځانونه رسولي وو.

د نیمه دولتي سلام مخابراتي شبکې پرته نورو ټولو شبکو خپل فعالیت ځنډولی او ښایي دا کار یې هم د طالبانو په غوښتنه کړی وي.

یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، طالبان د ښار له ګڼو سیمو د شاتګ په حال کي دي، ځکه یې د مخابراتي شبکو فعالیت بند کړی او تر هغو به بند وي، چې د دغې ډلې وسلوال له سیمې نه وي وتلي.

خو د ښار خلک بیا دا کړنه په بېل ډول تعبیروي او له ډېرو سره دا اندېښنه شته، چې ښایې وسلوال د بل برید لپاره تیارېږي.

یوه حکومتي سرچینه وایي ښایي وسلوالو طالبانو جګړه د بهرنیو ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ مېلر د څرګندونو په خاطر درولې وي او له تیرې شپې راهیسې یې هیڅ ډله ییز برید نه دی کړی.

پرون د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر له وسلوالو غوښتي وو چې سملاسي په هلمند کې جګړه ودروي او په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

طالبانو درې ورځې مخکې پر لښکرګاه ښار برید وکړ او وروسته یې د ښار څلورمه حوزه یا باباجي سیمه ونیوله.

طالبانو دوه درې کاله مخکې هم باباجي سیمه نیولې وه او د دریمې حوزې د نیولو هڅه یې کوله، خو د حکومتي ځواکونو د عملیاتو له امله یې شاتګ وکړ.

چارواکي وايي، پلان لري چې هغه سیمې بېرته ونیسي چې دې وروستیو کې ترې وتلي دي.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین پرون بي بي سي ته وویل، لومړیو کې له ستونزو سره مخ و، خو اوس چې نور ځواکونه ور استول شوي په مټ به یې دا سیمې ونیسي.

مرګ ژوبله

د وروستۍ جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نشته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وروستۍ جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نشته.

افغان حکومت تېرو دریو ورځو کې د ۱۷۰ طالبانو د وژلو خبره کوي او داسې انځورونه یې هم رسنیو ته استولي چې په لښکرګاه ښار او مارجه او نادعلي ولسوالیو کې د طالبانو مړي ښيي،

خو د طالبانو یوه ویاند یوسف احمدي ویلي د هلمند په جګړه کې د دوی وسله والو ته ځاني زیان نه دی اوښتی. ده ادعا کړې چې طالبانو یوازې هغه سیمې نیولې چې تېر وخت کې یې له لاسه وتلې وې او د نورو سیمو نیول نه غواړي.

تراوسه د حکومتي ځواکونو او ولسي مرګ ژوبلې په هکله هم کره مالومات نشته.

خو ایمرجنسي یا بېړنیو حالاتو لپاره نادولتي اداره چې افغانستان کې د جګړې د قربانیانو ځانګړي روغتونونه او کلېنیکونه اداره کوي، وايي، د جګړې اولو دوو ورځو کې ۷۰ ټپیان لښکرګاه ښار کې د دوی روغتون ته ور وړل شوي دي.

د دې ادارې یو مسوول ډیویډ لویډ وبر بي بي سي ته وویل، څو کسان روغتون ته رسېدو سره مړه شول:

"له یکشنبې جګړه روانه ده، جګړه تر ډېره د ښار لمنو کې ده. یکشنبه ۴۸ کسان راوړل شول چې څلور سملاسي مړه شول او دوشنبه هم ۱۸ ټپیان راوړل شول چې هغو کې هم څلور مړه شول."

نوموړی زیاتوي، دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې روانې دي، خو ور سره افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی:

"ایمرجنسي روغتون روان کال کې تر اوسه د ۱۷۶۴ کسانو درملنه کړې چې تر تېر کال ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي."

بې ځایه شوې کورنۍ

د جګړې له امله تر څلور نیم زرو کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جګړې له امله تر څلور نیم زرو کورنۍ بې ځایه شوې دي.

په هلمند کې د کډوالو ریاست د مالوماتو له مخې د دې جګړې له امله تر څلور زرو پنځو سوو کورنۍ بې ځایه شوې دي او لا هم ور سره کومه مرسته نه ده شوې.

ځايي چارواکي وايي، دوی د مرستې کوم امکانات نه لري، خو سیمه کې ځینې شتمنو دې بې ځایه شویو ته خپلې ودانۍ د سرپنا لپاره ور کړې دي.

د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې د طالبانو او امریکا تر سولې تړون وروسته دا په یوه ولایتي ښار د طالبانو لومړنی برید دی.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر دا برید له همدې هوکړې سرغړونه بللې ده.

نوموړی زیاتوي چې دا برید دوحه کې د افغان سولې پر روانو خبرو هم ناوړه اغېز کوي.