لښکرګاه ته نږدې سخته جګړه؛ "طالبانو د ښار څلورمه حوزه نیولې ده"

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په څنډو کې افغان ځواکونه او وسلوال طالبان د یکشنبې ورځې له سهار راهیسې په سخته جګړه بوخت دي او د رپوټونو له مخي نښتې لا هم دوام لري.
ولایتي چارواکي د ښار د څلورمې حوزې د سقوط خبره کوي، خو د والي ویاند وایي افغان ځواکونو یوازې له څو پوستو شاتګ کړی دی.
د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان وایي، وسلوالو طالبانو یکشنبه سهار تر درنې جګړې وروسته د مرکز لښکرګاه څلورمه امنیتي حوزه هم نیولې ده.
ښاغلی افغان وایي وسلوالو د لښکرګاه د ۶۰۱ لويې لارې په اوږدو کې درې نورې پوستې هم نیولې دي او په یاده سیمه کې افغان ځواکونه او وسلوال طالبان په نښته بوخت دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم په دواړو سیمو کي د جګړې رپوټونه تائیدوي، خو وایي چي افغان ځواکونو د مرکز لښکرګاه څلورمه حوزه کې د ولسي خلکو د سرزیان د مخنیوي په نیت یوازې له څو پوستو شاتګ کړی دی.
ښاغلی ځواک وایي، له تېرې شپې راهیسې جګړې او هوایي بریدونو کې ۲۳ وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده . نوموړی وایي په جګړه کي درې افغان سرتیري وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
د رپوټونو له مخې د وسلوالو د ځپلو لپاره له کندهاره د صفر ۳ قطعې ځانګړي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.
سیمه کې د ولسي وګړو کړاو او د برېښنا شرکت فریاد

د عکس سرچینه، Breshna
د جګړې له کبله یکشنبه کرۍ ورځ د مرکز لښکرګاه د باباجي، بولان او ځینو نورو سیمو څخه لسګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
په مرکز لښکرګاه کې د معاملاتو او جایدادونو یو لارښود وایي، په خوندي سیمو کي د کرایې لپاره کورونه نه پیدا کیږي او ګڼي کورنۍ د خپلو دوستانو کورنو ته ورغلې دي.
په ورته وخت کې د هلمند ولایت د برېښنا ریاست وایي، سیمه کې د روانې جګړې له کبله د (دوراهي) سب سټېشن ته زیان رسېدلی او خلکو د دې سب سټېشن ځينې تجهیزات هم له ځان سره وړي دي.
یاده اداره همدا راز ادعا کوي چې طالبانو د دوی دوه تنه فني کارکوونکي هم نیولي او له ځان سره یې بېولي دي.
دغې ادارې پر خلکو غږ کړی چې برېښنا شرکت ملي شتمني ده او خلک یې باید ساتنه وکړي.
هلمند او نورو ولایتونو کې د جګړې زور

د عکس سرچینه، MOD
وسلوالو طالبانو دوې ورځې وړاندې وروسته له هغه پر مرکز لښکرګاه بریدونه پیل کړل چې دغه ښار ته له غځېدلې ۶۰۱ لویې لارې یو شمېر امنیتي پوستې په شا شوې.
له هماغه راهیسې وسلوالو پر دغه مهمه لاره ولکه ټینګه کړې ده.
طالبانو یکشنبه د ورځې په اوږدو کې مرکز لښکرګاه ته څېرمه د کندهار میوند ولسوالۍ پر امنیتي پوستو هم بریدونه پیل کړي.
پر هلمند سربېره د افغانستان له ګڼو نورو ولایتونو هم په دې وروستیو کې د درنو جګړو رپوټونه ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوې کړنلارې پر ټاکلو بحث کوي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او امریکایي پوځي چارواکو په دې وروستیو کې بیا بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنې رد کړې دي.










