عمران خان افغانستان کې د اوربند ملاتړ کړی؛ "نژدې راتلونکې کې کابل ته سفر کوي"

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کړی دی. تېر ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان لومړي وزیر د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سولې پر بهیر او په افغانستان کې د اوربند په ټینګېدو خبرې کړي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني عمران خان ته رسمي بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند وینا ښاغلي خان د افغان ولسمشر له بلنې د مننې ترڅنګ ویلي، په نژدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

تر اوسه افغانستان ته د عمران خان د سفر کره نېټه نه ده ټاکل شوې .

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان لومړي وزیر او افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سولې پر بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي د افغان کړکیچ سیاسي هواری غواړي او په دې برخه کې یې ډېرې هڅې کړې دي.

د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ پنځه اویاسمې کالنۍ غونډې ته وینا کې ده وويل چې افغان کړکېچ پوځي حل نه لري:

"ما په تېرو دوو لسیزو کې په دې ټینګار کړی دی چې افغان مسله له پوځي لارې نه شي حل کېدی. یواځینۍ لاره سیاسي روغه جوړه ده. داسې سیاسي روغه جوړه چې د افغانستان ټول سیاسي لوري په کې شامل وي."

پاکستان په تېر کې په دې تورن و چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد تل دا تور رد کړی دی.

عمران خان وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته فرصت برابرولو کې چې د دواوړ خواوو ترمنځ په تړون تمامې شوې خپل بشپړ رول لوبولی دی:

"اوس چې بین الافغاني خبرې پيل شوي دي افغان مشران باید د دې تاریخي فرصت نه ګټه واخلي او خپل جنګ ځپلي هېواد کې سوله او امن ټینګ کړي. د همدې خبرو له لارې باید یو ټول شمول سیاسي حل رامنځ ته شي. دا پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ کې د هرډول بهرنۍ لاسوهنې او اغېز پرته پرمخ یووړل شي."

پاکستان کې افغان کډوال

پاکستان چې د شا و خوا دوه ميلیونه افغان کډوالو کوربه دی لومړي وزیر عمران خان وویل چې خپل هېواد ته د افغان کډوال ستنېدل باید د دې سیاسي هواري برخه وي.

تېره ورځ افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې ورانکارۍ کړۍ د بین الافغاني خبرو د بریالي کېدو مخنوی کوي.

ملګرو ملتو عمومي اسمبالۍ ته وینا کې د پاکستان لومړي وزیر په دې تړاو وویل:

"د نژدې دوو لسیزو له جګړې وروسته اړینه ده چې دافغانستان د ننه او بهر ورانکارې کړۍ د سولې پروسې ګډوډولو ته پرېنښودل شي. افغانستان کې سوله به سیمې ته نوي فرصتونه پیدا کړي او د سیمې هېوادونه به یو بل سره ونښلوي."

ملګرو ملتونو ته د محمد اشرف غني وینا

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د اوربند ملاتړ داسې مهال کړی چې وړمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته د ویډیويي وینا له لارې دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، اوربند د افغان دولت لومړیتوب.

ولسمشر غني ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ټینګار وکړ چې، که څه هم افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د حکومت لومړنی او مهم لومړیتوب سولې ته رسېدل دي.

تر محمد اشرف غني یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ د ملګرو ملتونو دې ناستې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی او ډېر ژر به له افغانستان خپل پوځیان وباسي.

له پاکستان وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې وه.