عمران خان افغانستان کې د اوربند ملاتړ کړی؛ "نژدې راتلونکې کې کابل ته سفر کوي"

د عکس سرچینه، @ImranKhanOfficial
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کړی دی. تېر ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان لومړي وزیر د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سولې پر بهیر او په افغانستان کې د اوربند په ټینګېدو خبرې کړي دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني عمران خان ته رسمي بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند وینا ښاغلي خان د افغان ولسمشر له بلنې د مننې ترڅنګ ویلي، په نژدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.
تر اوسه افغانستان ته د عمران خان د سفر کره نېټه نه ده ټاکل شوې .
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان لومړي وزیر او افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سولې پر بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو خبرې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي د افغان کړکیچ سیاسي هواری غواړي او په دې برخه کې یې ډېرې هڅې کړې دي.
د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ پنځه اویاسمې کالنۍ غونډې ته وینا کې ده وويل چې افغان کړکېچ پوځي حل نه لري:
"ما په تېرو دوو لسیزو کې په دې ټینګار کړی دی چې افغان مسله له پوځي لارې نه شي حل کېدی. یواځینۍ لاره سیاسي روغه جوړه ده. داسې سیاسي روغه جوړه چې د افغانستان ټول سیاسي لوري په کې شامل وي."
پاکستان په تېر کې په دې تورن و چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد تل دا تور رد کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
عمران خان وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته فرصت برابرولو کې چې د دواوړ خواوو ترمنځ په تړون تمامې شوې خپل بشپړ رول لوبولی دی:
"اوس چې بین الافغاني خبرې پيل شوي دي افغان مشران باید د دې تاریخي فرصت نه ګټه واخلي او خپل جنګ ځپلي هېواد کې سوله او امن ټینګ کړي. د همدې خبرو له لارې باید یو ټول شمول سیاسي حل رامنځ ته شي. دا پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ کې د هرډول بهرنۍ لاسوهنې او اغېز پرته پرمخ یووړل شي."
پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان چې د شا و خوا دوه ميلیونه افغان کډوالو کوربه دی لومړي وزیر عمران خان وویل چې خپل هېواد ته د افغان کډوال ستنېدل باید د دې سیاسي هواري برخه وي.
تېره ورځ افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې ورانکارۍ کړۍ د بین الافغاني خبرو د بریالي کېدو مخنوی کوي.
ملګرو ملتو عمومي اسمبالۍ ته وینا کې د پاکستان لومړي وزیر په دې تړاو وویل:
"د نژدې دوو لسیزو له جګړې وروسته اړینه ده چې دافغانستان د ننه او بهر ورانکارې کړۍ د سولې پروسې ګډوډولو ته پرېنښودل شي. افغانستان کې سوله به سیمې ته نوي فرصتونه پیدا کړي او د سیمې هېوادونه به یو بل سره ونښلوي."
ملګرو ملتونو ته د محمد اشرف غني وینا

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د اوربند ملاتړ داسې مهال کړی چې وړمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته د ویډیويي وینا له لارې دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، اوربند د افغان دولت لومړیتوب.
ولسمشر غني ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ټینګار وکړ چې، که څه هم افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د حکومت لومړنی او مهم لومړیتوب سولې ته رسېدل دي.
تر محمد اشرف غني یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو دې ناستې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی او ډېر ژر به له افغانستان خپل پوځیان وباسي.
له پاکستان وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې وه.










