عمران خان: افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو خپه یم

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې روانې دي، دی په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو سخت خپه دی. د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د تېرو ۴۰ کلونو جګړې د دې هېواد او د پاکستان خلک سخت کړولي دي.
په اعلامیه کې راغلي، اوس یو طلایي فرصت پیدا شوی چې په سیمه کې سوله راشي، او پاکستان په دې برخه کې د ټولو هڅو ملاتړ کوي.
اعلامیه زیاتوي، پاکستان غواړي چې افغانان د خپلمنځي خبرو له لارې د خپل هېواد راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
عمران خان ویلي، پورته هڅو ته په کتو سره پاکستان په دې سخت خپه دی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ټولو ښکېلو غاړو لخوا تاوتریخوالی ډېر شوی.
ښاغلي خان د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو لخوا پیل شوي عملیات غندلي او وایي، دا به د سولې پر پروسه منفي اغېز ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
اعلامیه کې راغلي، باید د خبرو پر مېز د برلاسي لپاره زور ونه کارول شوي.
د پاکستان لومړی وزیر وایي، افغانان باید له دې مهم فرصت نه ګټه پورته کړي، او زیاته وي چې هېواد به یې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې هېڅ برخه وانخلي.
عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې یې د افغانستان په اړه ځینو نظرونو سخت غبرګونونه را پارولي.
نوموړي تېره میاشت په خیبر ضلعه کې یوې ولسي غونډې ته ویلي وو، د افغانستان کشالې حل دا دی چې هلته دې یوه موقته اداره رامنځته شي.
د نوموړي دې نظر د افغان حکومت او عامو خلکو سخت غبرګون را پارولی و.










