عمران خان: افغانستان کې ثبات پاکستان کې د ثبات په معنا دی

عمران

د عکس سرچینه، Reuters

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون دوشنبه ماسخوتن په نیویارک کې د امریکا ولسمشر ډونلډ سره وکتل او دواړو مشرانو په افغانستان او کشمیر کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره یو ځای یوې خبري ناستې ته وویل، په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په معنا دی‌ او له ښاغلي ټرمپ یې غوښتنه وکړه چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي.

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې کومه ژمنه ونه کړه چې ګواکې طالبانو سره به د سولې خبرې بېرته پیلوي، خو دومره یې وویل: "ګورو به چې څه کېږي".

لومړي وزیر عمران خان ولسمشر ټرمپ ته وویل،‌ غواړي چې ورسره پر افغانستان، هند،‌ کشمیر او ایران خبرې وکړي، ځکه دا درې واړه هېوادونه د پاکستان ګاونډیان دي.‌

په ځواب کې ولسمشر ټرمپ عمران خان ته په ټوکو کې وویل: "ټول ګاونډیان دې سخت ملګري دي".

د ولسمشر ټرمپ پر دې خبره په خونه کې ناستو خبریالانو او نورو کسانو او پخپله عمران خان هم وخندل.

عمران

د عکس سرچینه، PM

لومړي وزیر عمران خان په دې ناسته کې د کشمیر موضوع هم یاده کړه او ولسمشر ټرمپ ته یې وویل،‌ د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد په توګه امریکا مسئولیت لري چې روان وضعیت کرار کړي.‌

په ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل،‌ دی چمتو دی چې د هند او پاکستان ترمنخ منځګړتوب وکړي، خو دا کار به هله شونی وي چې دواړه هېوادونه خبرو ته چمتو شي.

یاده دې وي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي دواړه دا مهال په امریکا کې دي‌ او ټاکلې ده چې روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې هم ګډون وکړي.‌

تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ هوسټن کې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د پلویانو یوه لویه او "تاریخي " جلسه رابللې وه، چې د لومړي وزیر ترڅنګ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پکې ګډون وکړ.

د ښاغلي ټرمپ لخوا دا جلسه یوه تاریخي جلسه وبلل شوه، چې پکې تر نږدې ۵۰ زرو کسانو ګډون درلود.

(هاوډې، مودي) په نوم دا ناسته په امریکا کې د یو بهرني هېواد د مشر لپاره تر ټولو لویه جلسه بلل شوې ده.