امریکا کې مودي ته ولې لویه غونډه جوړه شوه؟

مودی

د عکس سرچینه، Getty Images

د یکشنبې په ورځ هوسټن کې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د پلویانو یوه لویه او "تاریخي " جلسه رابللې وه، چې د لومړي وزیر ترڅنګ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پکې ګډون وکړ. د ښاغلي ټرمپ لخوا دا جلسه یوه تاریخي جلسه وبلل شوه، چې پکې تر نږدې ۵۰ زرو کسانو ګډون درلود.

(هاوډې، مودي) په نوم دا ناسته په امریکا کې د یو بهرني هېواد د مشر لپاره تر ټولو لویه جلسه بلل کېږي.

دریځ ته د لومړي وزیر نرېندر مودي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر تلو مخکې د ۹۰ دقیقو ننداره ۴۰۰ هنرمنانو ګډون سره خورا ګرمه کړې وه.

د امریکا ولسمشر ناستې ته وینا کې وویل: ډېر خوشال یم، چې د هند لومړي وزیر سره چې د امریکا تر ټولو ښو، نږدې او ژمنو ملګرو له ډلې دی، دلته ټیکساس کې یم.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د ټیکساس غونډه کې له یو بل سره د دوستۍ ګرمې خبرې وکړې.

مودی

د عکس سرچینه، Getty Images

په دا مهال نرېندر مودي خپله وینا کې وویل، د امریکا سپینه ماڼۍ کې د هند ریښتونی ملګری دی.

هغه ډونلډ ټرمپ، مینه ناک، ملګری، د رسېدو وړ او له انرژي ډک وباله.

ښاغلي مودي دا هم وویل: "د شرکتونو له مدیریت نیولې، د وسلوالو ځواکونو تر سترې قومندانۍ، له مدیره پلاوي نیولې تر ولسمشرۍ او له سوډیوګانو نیولې تر نړیوالې صحنې... هغه هر ځای تلپاتې اغېز پرېښودلی".

ښکاره ده چې د هند لومړی وزیر مودي ملګرو ملتونو سرمشریزې ته د وینا او د سوداګریزو اړیکو لپاره امریکا ته تللی دی.

د هیوسټن اېر ار جي سټیډیم- چې د مودي د ناستې کوربه و- د اوسني سفر لومړی پړاو یې دی.

مودی

د عکس سرچینه، Getty Images

مودي د بهارتیه جنتا پارټۍ په مشرۍ سږنیو ټاکنو کې لوی اکثریت سره بری وګاټه او دا دویم ځل دی چې لومړی وزیر کېږي.

دې غونډه کې د امریکا ولسمشر هم د مودي ستایلو کې وویل: د هند او ولس لپاره یې په ریښتیا یو بې ساری کار کوي.

ولسمشر ټرمپ امریکا کې هند توکمه ټولنه هم وستایله او زیاته یې کړه، موږ په ریښتیا هم په تاسو د ریښتینو امریکايي وګړو په څېر ویاړو.

د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې ښايي مودي د کشمیر د ځانګړي حالت بدلولو له امله له نیوکو سره مخ شي.

هند تېرو پنځو میاشتو کې د کشمیر د ځانګړي حالت ختمولو سره هلته ګرځبندیز سره سره اړیکتیايي وسایل هم وځنډول.

د امریکا ولسمشر او د هند لومړی وزیر چې په ملتپالو څرګندونو مشهور دي د ناندریو اڼدول یې له کشمیر نیولې د امریکا او مکسیکو ترمنځ په دېوال سره کېږي.

د امریکا ولسمشر وویل: هند او امریکا دواړه پوهېږي چې د خپل ولس د خوندیتوب لپاره خپلې پولې خوندي کړي.

د شخصي اړیکو او ډيپلوماسۍ غوره تړون

مودی

د عکس سرچینه، Getty Images

د بي بي سي د خبریال برجیش اپادیايي په خبره، دې غونډه کې ګډونوال او د هرکلي ډول ټیک داسې څه و چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یې خپلو غونډو کې خوښوي.

دې غونډه کې یوازې د مودي لپاره غږونه کېدل او ټرمپ د جلسې سوپر سټار و.

خو خلکو هغه هم ناهیلی نه کړ او هرکلي کې یې د یو اېس اې ناروې وهلې، چې ټرمپ یې تر ډېره خپلو غونډو کې اوري.

له مېلمه مودي سره ټرمپ په غاړه غړۍ کېدلو د خپلې شخصي ملګرتیا او ډیپلوماسۍ غوره شیبې وښودې.

مودی

د عکس سرچینه، Getty Images

دا غونډه د دواړو لپاره بریالۍ وه. د ولسمشر ټرمپ لپاره یو چانس و چې پر ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د هند توکمه امریکایانو ملاتړ وګټي، هغه هم ټیکساس کې چې د سیاسی ډګر لپاره مهم لوبغالی بلل کې

نرېندر مودي ته هم دا ناسته خپل هېواد کې د سختو پالیسیو او پرېکړو له امله له نیوکو د بچېدو کې ګټوره زبدېږي.ږي.