تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: افغانستان کې ثبات پاکستان کې د ثبات په معنا دی
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون دوشنبه ماسخوتن په نیویارک کې د امریکا ولسمشر ډونلډ سره وکتل او دواړو مشرانو په افغانستان او کشمیر کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره یو ځای یوې خبري ناستې ته وویل، په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په معنا دی او له ښاغلي ټرمپ یې غوښتنه وکړه چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي.
ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې کومه ژمنه ونه کړه چې ګواکې طالبانو سره به د سولې خبرې بېرته پیلوي، خو دومره یې وویل: "ګورو به چې څه کېږي".
لومړي وزیر عمران خان ولسمشر ټرمپ ته وویل، غواړي چې ورسره پر افغانستان، هند، کشمیر او ایران خبرې وکړي، ځکه دا درې واړه هېوادونه د پاکستان ګاونډیان دي.
په ځواب کې ولسمشر ټرمپ عمران خان ته په ټوکو کې وویل: "ټول ګاونډیان دې سخت ملګري دي".
د ولسمشر ټرمپ پر دې خبره په خونه کې ناستو خبریالانو او نورو کسانو او پخپله عمران خان هم وخندل.
لومړي وزیر عمران خان په دې ناسته کې د کشمیر موضوع هم یاده کړه او ولسمشر ټرمپ ته یې وویل، د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد په توګه امریکا مسئولیت لري چې روان وضعیت کرار کړي.
په ځواب کې ولسمشر ټرمپ وویل، دی چمتو دی چې د هند او پاکستان ترمنخ منځګړتوب وکړي، خو دا کار به هله شونی وي چې دواړه هېوادونه خبرو ته چمتو شي.
یاده دې وي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي دواړه دا مهال په امریکا کې دي او ټاکلې ده چې روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې هم ګډون وکړي.
تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ هوسټن کې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د پلویانو یوه لویه او "تاریخي " جلسه رابللې وه، چې د لومړي وزیر ترڅنګ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پکې ګډون وکړ.
د ښاغلي ټرمپ لخوا دا جلسه یوه تاریخي جلسه وبلل شوه، چې پکې تر نږدې ۵۰ زرو کسانو ګډون درلود.
(هاوډې، مودي) په نوم دا ناسته په امریکا کې د یو بهرني هېواد د مشر لپاره تر ټولو لویه جلسه بلل شوې ده.