عمران خان: له افغانستان سره پرانيستې پوله غواړو

د عکس سرچینه، PTI
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان پخواني کرېکټ لوبغاړي او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد په اوسنیو ټاکنو کې د خپل ګوند بری اعلان کړی دی.
عمران خان له ټاکنو ورسته لوموړي خبري کنفرانس کې ويلي، له افغانستان سره ښې اړيکي غواړي او هيله لري چې د اروپايي ټولنې په څېر له افغانستان سره پرانيستې پوله ولري.
عمران خان چې قوي امکان دی، د دغه هیواد راتلونکی لومړی وزیر به وي، په دې وینا کې يې په پاکستان کې د درغلیو د له منځه وړلو له اعلان سره سره ان په اوسنیو ټاکنو کې هم د درغلیو تورونو د پلټنو ژمنه کړې.
د عمران خان په خبره په واکمنۍ کې به يې له مخالفو سیاسي ډلو سره سیاسي ټګماري نه کېږي او داسې پاکستان به چلوي، چې ان تر ننه به چا لیدلی نه وي.
ښاغلي خان په دې وینا کې د افغانستان په ګډون له هند او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړي. د تحریک انصاف ګوند مشر وايي، حکومت به يې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره جدي کار وکړي.
د عمران خان په خبره د افغانستان ولس د نړۍ یواځينی ولس دی، چې تر ټولو زیات جنګ يې لیدلی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په دې وینا کې د وزیراعظم هاوس یا لومړي وزیر د کور د ختمولو اعلان هم وکړ.
ځکه چې د عمران خان په خبره په داسې یوه هېواد کې چې ډېری ولس يې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، هلته يې واکمنو ته په لویو لویو کورونو کې د اوسېدو ضرورت نشته.
که څه هم ښاغلي خان په لومړنۍ وینا کې لويې ژمنې وکړې، خو په داسې یوه هېواد کې چې تل يې بهرنۍ تګلاره له پوځ سره پاتې شوې، حکومت به يې د دغو ژمنو په عملي کولو کې څومره خپلواک وي، لاهم یوه لویه پوښتنه ده.












