پاکستان ټولټاکنې: د رايو اچولو بهیر شېبه په شېبه حال

پاکستان کې خلک د چارشنبې په ورځ د پارلمان او صوبايي شوراګانو د غړو ټاکلو لپاره رایې ورکړه. د دغو ټاکنو بهیر د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼه په ژوندۍ بڼه خپور شو.

ژوندی پوښښ

غزا نور هدایت الله همیم

  1. شیخ رشيد: په ۹۰ ورځو کې به ټولټاکنې ترسره شي

    د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد ويلي، "ټولټاکنې به په ۹۰ورځو کې ترسره کېږي، عمران خان به د ۱۵ورځو لپاره لومړی وزير وي، د سترې محکمې پرېکړه چې هر څه وي موږ يې منو."

    نوموړي زياته کړه، "زموږ مشران هم له دې دريو وړانديزونو سره همغږي وو، لومړي وزير په خپله هم وويل چې لومړی د نه باور رايه ورکړل شي، دويم لومړی وزير استعفا ورکړي او درېيم چې نوې ټاکنې ترسره شي".

    نوموړي زياته کړه "ما خو د بېړني حالت خبره کوله، دا مې ويل چې واک ګورنرانو ته وسپارل شي خو لومړي وزير ويل چې ستره محکمه به يې ختم کړي. پي ټي ای سياسي کمېټې چې په هغو کې زه هم وم دا پرېکړه وکړه چې د ټاکنو لار غوره کړو".

    شيخ رشيد

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. په کابل کې د هند د سفیر مرستیال د رایې ورکولو مرکز لیدو ته ورغلی, په کابل کې د هند د سفیر مرستیال د رایې ورکولو مرکز لیدو ته ورغلی

    په کابل کې د هند د سفیر مرستیال هانسن اکربوم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې یې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې ورکولو یوه مرکز لیدنه وکړه.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه ځانګړي ټویټر پیغام کې ویلي، د میدان وردګو ولایت په دایمرداد ولسوالۍ کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ( امنیتي ستونزو) له کبله د رایې ورکولو بهیر نه دی پیل شوی.

  4. د افغانستان بشري حقونو کمېسیون چارواکي وايي په یو شمېر افغان زندانونو کې ټاکنې نه دي شوې, د افغانستان بشري حقونو کمېسیون چارواکي وايي په یو شمېر افغان زندانونو کې ټاکنې نه دي شوې

    د افغانستان بشري حقونو کمېسیون چارواکي وايي په یو شمېر افغان زندانونو کې ټاکنې نه دي شوې.

    د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

    د کندهار، بدخشان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو زندانونو په ګډون یو شمېر افغان زندانونو او توقیف ځایونو کې ټاکنې نه دي شوې. دې کې د پلازمېنې کابل د پلچرخي زندان یادونه هم شوې، چې دغه زندان کې نژدې ۱۱ زره زندانیان ساتل کېږي، خو ویل کېږي ټاکنیز مواد نه دي ورته رسېدلي. دغه راز د پلازمېنې کابل په ښځینه زندان او توقیف خونه کې هم ټاکنې نه دي شوې. په دغه مرکز کې ۲۵۰ ښځینه زندانیانې ساتل کېږي. د بشري حقونو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویل شوي:

    د کمېسيون موندنې ښيي چې په بېلابېلو برخو کې ستونزې رامنځته شوې دي. دا ستونزې، امنيتي، تخنيکي، د رايې ورکولو په محلاتو کې په ټاکل شوي وخت د کمېسيون د کارکوونکو نه حاضريدل د رايه ورکوونکو په ليستونو کې ستونزه او د هېوادوالو په ځانګړي ډول د ښځو او معلولينو د کم رنګه ګډون يادونه شوې ده. همدا راز په يو شمېر ولاياتو کې د هېوادوالو د پراخ ګډون، خوندي چاپېریال او د رايې ورکولو په محلاتو کې د کمېسيون د کارکوونو د پر وخت حضور اړوند رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  5. افغان هندوانو او سیکانو هم د افغانستان په ننیو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه درلوده. دغه لږکۍ افغانان له پېړیو راهیسې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ژوند کوي او تر اویایمې لسیزې مخکې یې ۲۵۰ زره کورنیو په افغانستان کې ژوند کاوه. خو د کورنیو جګړو له پیله وروسته یو په بل پسې د سیکانو او هندوانو کورنۍ له افغانستانه وتلو ته اړ شول او تر دا وروستیو پورې دا لړۍ روانه وه. ویل کېږي اوس په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو شمېر په سخته تر سلو لویو کورنیو پورې رسېږي.

    افغان لږکۍ

    د عکس سرچینه، afghan elections

  6. وروستی, -

  7. 'پاکستان مسلم لیګ (ن) د ټاکنو پایلې ردوي'

  8. شهباز شریف: مجبور یم ووایم، چې موږ دغه پایلې نه منو

    پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د ټولټاکنو له رسمي اعلانه مخکې د درغلیو له تورونو سره د ټاکنو پایلو له منلو انکار کړی دی. د دغه ګوند مشر او د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور شهباز شریف لاهور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د دوی کاندیدانو پایلو خپرېدو مخه نیول کېږي. نوموړي وویل، درغلي کېږي:

    ''زه مجبور یم ووایم، چې موږ دغه پایلې ردوو.''

    شهباز شریف زیاته کړه:

    ''زه هغه څوک یم چې معاملات مخکې بیايي، خو که زه دا خبره کوم، نو فکر وکړئ، چې خبره کوم ځای ته رسېدلې ده. نوموړی وايي د ګوند پارلماني کمېټۍ غونډه یې رابللې ده او ژر به د راتلونکي لپاره تګلاره اعلان کړي.''

  9. ټاکنو کمېسیون: پوځ ته د امنیت برخه کې نهه میلیارده روپۍ ورکړل شوې

    د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر کمشنر سردار رضاخان شېبه وروسته خبرې غونډه کې د پاکستان ټاکنو کې د کاروول شویو رایو لومړۍ پایله اعلانوي. کمېسیون چارواکي وايي، بریالي کاندیدان باید ۱۴ ورځو موده کې د ټاکنو کمپاین پر مهال د خپلو لګښتونو حساب ورکړي. خبریاله ساره حسن د ټاکنو کمېسیون چارواکو له قوله وايي، پوځ ته د امنیت ساتنې برخه کې نهه میلیارده پاکستانۍ روپۍ ورکړل شوې دي او تر ټولو ډېر لګښت د ټاکنیزو کارکوونکو پر روزنه شوی دی.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، EPA

  10. وروستی, ''د هغو مرکزونو پایلې لغو کېدای شي، چې ښځو رایې نه وې پکې کاروولې''

    د پاکستان ټاکنو کمېسیون سکرتر بابر یعقوب وايي، داسې احتمال شته، هغو ټاکنیزو حوزو کې ټاکنې لغو اعلان شي، چې د ښځو رایې اچولو مخه پکې نیول شوې ده. د نوموړي په وینا د هر کاندید د بریا له اعلانه مخکې به څېړنه کېږي، چې په حوزه کې یې لس سلنه ښځو رایې کاروولې او که نه.

    pakistan

    د عکس سرچینه، EPA

  11. کراچۍ

    له کراچۍ نه د بي بي سي خبریالانو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د تېرو ټاکنو پرتله د سږ کال ټاکنو کې د رایه ورکونکو ګډون پیکه و. د ښار بېلا بېلو سیمو کې د ورځې پیل کې د رایې اچوونې مرکزونه تش لیدل شوي، خو ماسپښین مهال بیا په دې مرکزونو کې خلک ولیدل شول.

    د بي بي سي خبریال ریاض سهیل په وینا د تحریک لبیک پاکستان، راه حق او جماعت اسلامي ګوندونو پلویان ولیدل شول، چې د رایې ورکولو لپاره راوتلي وو، خو د ایم کیو ایم یا متحده قومي غورځنګ ټاکنیز فعالان د پخوا پرتله لږ فعال ښکارېدل، چې له کبله یې د رایه اچوونې بهیر سوکه ښکاریده.

    پاکستان
  12. پېښور کې د رایې ورکونکو تر منځ لفظي شخړه

    د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د ښځینه رایه ورکونکو تر منځ له لفظي شخړې وروسته د پوځ سر تېري د رایو مرکز ته ورغلي وو.

    پاکستان
  13. عمران خان د سپیناوي لپاره غوښتل شوی

    د پاکستان ټاکنو کمېسیون د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د رایې اچوونې پر مهال په برالا توګه د رایو پر پاڼه د نښې لګولو له کبله د جولای پر ۳۰ مه د سپیناوي لپاره غوښتی دی. عمران خان پلازمېنه اسلام اباد بني ګالا سیمه کې خپله رایه وکارووله.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، ECP

  14. ټاکنو کې د ناامنۍ پېښې

    د پاکستان ټاکنو کې د تاوتریخوالي یو شمېر پېښې هم وشوې، چې یو شمېر کسانو پکې ژوند بایلود. د کوټې بای پاس سیمې پېښه تر ټولو خونړۍ وه، چې یوه ځانمرګي برید پایله کې ۳۱ کسان ووژل شول. 'دولت اسلامیه' نومې سخت دریځې وسله والې ډلې ویلي، دغه برید دوی کړی دی.

    بل لور ته د سند ایالت لاړکانه سیمه کې د رایو اچوونې یوه مرکز بهر د پیپلز ګوند ټاکنیزې خیمې کې چاودنه شوې، چې پایله کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.

    د رسمي سرچینو په وینا د بلوچستان چمن په کلا عبدالله سیمه کې د رایو اچوونې یوه مرکز مشر نامعلومو کسانو تښتولی او د همدې چمن سیمې ګوهر کلي کې نا پېژاندو کسانو د ټاکنیز دفتر تجهیزات تښتولي دي.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، EPA

  15. د رایو مرکزونو بهر د سیاسي ګوندونو استازي د رایو پایلو اعلان کوي او د هېواد لر او بر کې د رایو مرکزونو کې د رایو شمېرنه روانه ده.

    پاکستان

    د عکس سرچینه، Reuters

  16. د رایو شمېرنه روانه ده

    د پاکستان ټاکنو کې د رایو اچولو لپاره ټاکل شوی وخت پای ته ورسېد او د رایو شمېرنه روانه ده. ویل کېږي له یو شمېر مرکزونو نارسمي او غیر دولتي پایلو وتل پیل شوي دي، خو تر اوسه له هېڅ یوې ټاکنیزې حوزې بشپړه نتیجه نه ده اعلان شوې. راولپنډۍ کې د رایو یوه مرکز مشر محمد وقاص بي بي سي ته وویل، دوی ته ویل شوي دي، چې لومړی باید د رایو پایلې د ټاکنو کمېسیون ته واستول شي.

    د نوموړي په وینا وروسته به د ګوندونو استازو ته د رایو پایلې ویل کېږي، چې پولینګ ایجنټس بلل کېږي. هغه وايي، د دې چارې لامل د امنیت ټینګښت دی، ځکه په وینا یې که لومړی پایلې د ګوندونو استازو ته وویل شي، ښايي د مرکزونو بهر شخړې رامنځته شي، چې د مخنیوي لپاره به یې لومړی د رایو پایلې د ټاکنو کمېسیون مرکز ته سپارل کېږي.

    پاکستان
  17. د رايو اچول پای ته ورسېدل اوس رايې شمېرل کېږي

  18. وروستی, د پاکستان ټاکنو کې رايه اچوونه پای ته ورسېده

  19. پېښور: د مېرمنو ترمنځ ناندرۍ، پوځ وغوښتل شو

    پېښور کې د مېرمنو د رایې ور کولو یوه مرکز کې د دوو ګوندونو د کارمنو ترمنځ ناندرۍ شوې، چې له امله یې دغه مرکز ته پوځ ور غوښتل شوی دی.

    پاکستان
    pakistan
  20. د رایې ور کولو وروستی پړاو خبریالان څه وایي

    پاکستان

    لاهور

    خبریال عمر دراز وايي، چې ښار کې رایه په شور او ځوږ سره روانه ده. د مسلم لیګ نون ډله ټاکنیزو مرکزونو کې ده، د پاکستان تجریک انصاف غړي سړکونو ته وتلي او د خپل ګوند په ملاتړ نارې وهي. غرمه کې له باران وروسته د رایه اچوونکو شمېر ډېر شوی او لوی لوی کتارونه یې جوړ کړي د ي. سیاسي ډلو خپلو ملاتړو ته تر رایې مرکزونو وړتیا ټرانسپورټ برابر کړیدی.

    پاکستان

    کوټه

    کوټه کې خبریال محمد کاظم وايي، د ورځې لومړیو کې هم د رایه ور کوونکو شمېر کم و، خو له ځانمرګي برید وروسته دا شمېر د څه مهال لپاره لا ډېر کم شو.

    د هغه وینا ده چې وروسته د رایه ور کوونکو بیروبار زیات شو.

    کاظم وايي، له دې سره زریاب سړک سیمه کې سړکونه خالي دي، یوازې سیاسي کارکوونکي شته، خو رایه ور کوونکي کم لیدل کېږي.

    پاکستان

    اسلام اباد

    پلازمېنه اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ یا پارلمان د دریو حلقو لپاره رایه روانه ده.

    د کلیو پرتلهښاري سیمو کې د رایه ور کوونکو شمېر ډېر دی.

    اېن اې ۵۳ حلقه کې رایه ور کوونکي ډېر دي، دلته د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي برخه لري.

    په دې حلقه کې د ملي مسلم لیګ نوماند هم براخه اخیستې ده.

    دلته د ګوندونو ټاکنیزو مرکزونو کې یواځې د دوی غړي ناست دي او رایه ور کوونکي نه ښکاري.

    pakistan

    پېښور

    خبریال عزیزالله خان وايي، په ښار کې د رایې اچونې پر مهال امن و او د رایې اچونې مرکزونو امنیت په کلکه نیول شوی.

    رایه ورکوونکي مرکز ته له دننه کېدو مخکې ښه تلاشي کېدل او ان خبریالانو ته د کمرو او موبایلو دننه کول له اجازه نامو سره سره بیا هم ستونزمن و.

    تحریک انصاف یو ځل بیا د یوې پیاوړې پارټۍ په توګه رامخ ته شو د ښار په بېلا بېلو سیمو کې زور او ځواک سره لیدل کېده.

    بل خوا له یوې اوږدې مودې وروسته بیا په پېښور کې د عوامي نیشنل پارټي هم جنډې ولیدل شوې.

    د ای این پی غړي وايي، په ۲۰۱۳ کال کې د وسلوالو له خوا د هغوی د نوماندانو په نښه کېدلو د دوی لاسونه تړلي و.

    خو دا ځل دوی ته د سیالۍ یو ډول موقع برابره شوه .

    pakistan

    کراچۍ

    د بي بي سي خبریال وايي، د تېر پرتله کراچۍ کې د رایه ور کوونکو شمېر کم دی. د ښار ډېرو حوزو کې د ورځې پیل کې د رایه ور کولو مرکزونه تش و، خو له غرمې وروسته ورته د خلکو تګ پیل شوی دی.