ټرمپ: طالبان ډېر سخت او ډېر هوښیار دي، خو له جګړې ستړي شوي

په داسې حال کې قطر کې د طالبانو او افغان دولت مرکچي پلاوي د سولې مذاکرات کوي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ طالبان "ډېر سخت، ډېر هوښیار او ډېر تېز" بللي، خو وايي ان دوی هم له ۱۹ کلنې جګړې ستړي شوي دي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي، طالبان "دوی ډېر سخت، ډېر هوښیار او ډېر تېز دي، خو پوهېږئ، ۱۹ کاله کېږي ان دوی هم له جګړې ستړي شوي دي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له طالبانو سره یې معامله ښه روانه ده.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د جمعې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې په قطر کې د افغان طالبانو او افغان دولت د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي چې پرانستغونډې ته یې د امریکا دفاع وزیر مایک پومپیو هم ورغلی و.

ټرمپ، چې د امریکا د نومبر ولسمشریزو ټاکنو ته د درېیم ځل لپاره نوماند دی، د امریکا په تاریخ کې د دغه هېواد افغان جګړې ختمولو ته لېوال ښکاري.

په پام کې ده چې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې په دې شرط امریکا له افغانستانه خپل ټول پوځيان وباسي، چې طالبان به ځینې امنیتي ضمانتونه ورکوي.

امنیت شورا: هیله ده بین الافغاني مذاکرات افغانستان کې تلپاتې اوربند راولي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي هیله یې دا ده چې دا خبرې پر اورکم هوکړه رامنځ ته او دایمي او ټولشموله اوربند راوستلی شي.

له نیویارکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امنیت شورا د سولې په تړاو د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدا هرکلی کوي.

د روانې سپټمبر پر ۱۲مه د قطر دوحه کې د طالبانو او افغان دولت د استازو ترمنځ خبرې پیل شوې، چې لا تر اوسه روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امنیت شورا غړي د افغانستان ملي یووالي، حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته پر خپله ژمنه د ټینګې پاتېدو ټینګار کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، تلپاتې سوله د افغانانو په مشرۍ د داسې خبرو له لارې راتلی شي، چې هدف پکې افغانستان کې د دایمي او ټولشموله اوربند راتلل، د جګړې ختمېدل او په دې هېواد کې سیاسي ثبات ټینګېدل وي.

د خبرپاڼې له مخې، د امنیت شورا غړي په ټینګه مذاکراتي ډلې د باور د فضا رامنځ ته کولو ته هڅوي، چې په لړ کې یې اورکم او د نېک نیت ښودلو لپاره خبرې دوام ومومي.

دغه نړیوال سازمان یوځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات او سولې ټینګښت کې د امنیت شورا رول مهم دی او د ټولو نړیوالو او کورنیو همکارانو د هغو هڅو هرکلی کوي چې بین الافغاني خبرو ته یې لاره هواره کړې چې افغانان پخپلو کې د سولې هوکړې ته ورسېږي.

تېره ورځ د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي وو، هېڅ باعزته افغان د داسې سولې مخالف نه دی چې د افغانانو هویت او عزت پکې خوندي وي.

نوموړي د جمعې په ورځ کابل کې د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د مړینې په نهمه یادغونډه کې وویل، سوله راځي او باید راشي، باعزته سولې ته ټول ملت ته تږی دی.

نوموړي د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته په اشاره وویل: "دغو خبرو کې د یو موټي ملت او د افغان او افعانستان، د نظام او یو بیرغ په نوم درېدل د دې سبب کېږي چې څه له لاسه ور نه کړو، بلکې څه چې د طالب او وسلوال په نوم دي د خپل هېواد غېږ ته راشي. تر یوه بیرغ او یوه بام لاندې د سیاست له لارې د مدرسې او مسجد له لارې سیاست ته مخه کړي."

قطر کې د طالبانو دفتر ویاند محمد نعیم وايي، جګړه هم روانه وي او د مېز پر سر خبرې هم روانې وي:

"تر ټولو ښه بېلګه د امریکا او طالبانو خبرې وې چې کال خبرې روانې وې، خو جګړه هم روانه وه. دا معمول دی او چې جګړه نه وي بیا خبرو ته اړتیا څه ده."

ښاغلي محمد نعيم بي بي سي ته ویلي، قطر کې ناستې هم د همدې لپاره دي چې جګړه ختمه شي.

نوموړی زیاتوي چې د دواړو ډلو ترمنځ لږ ستونزې شته، ممکن هغه اوارې شي او پرمختګ وشي.