امرالله صالح: د باعزته سولې راتګ ته ټول ملت تږی دی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هیڅ باعزته افغان د داسې سولې مخالف نه دی چې د افغانانو هوویت او عزت پکې خوندي وي.

نوموړي د جمعې په ورځ کابل کې د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د مړینې په نهمه یادغونډه کې وویل، سوله راځي او باید راشي، باعزته سولې ته ټول ملت ته تږی دی:

"د افغانستان د هرې برخې دیني عالم، زدکوونکی د مدني ټولنې غړی یا بل هرڅوک، ټول د سولې غوښتونکي دي. "

د ښاغلي صالح په خبره، څوک چې د سولې مخالف دي که سل کاله هم جنګ وکړي بیا هم دغه ټکي ته راځي چې تر یوه بام لاندې د سولې خبرو ته کېني.

نوموړي د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته په اشاره وویل: "دغو خبرو کې د یو موټي ملت او د افغان او افعانستان، د نظام او یو بیرغ په نوم درېدل د دې سبب کېږي چې څه له لاسه ور نه کړو، بلکې څه چې د طالب او وسلوال په نوم دي د خپل هېواد غېږ ته راشي. تر یوه بیرغ او یوه بام لاندې د سیاست له لارې د مدرسې او مسجد له لارې سیاست ته مخه کړي."

دې ناسته کې د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل، چې د سولې خبرو کې باید دواړه لوري دې له خپلو غوښتنو یو بل ته تېر شي.

د نوموړي په خبره، چې خبرې پیل شوې، نو اوربند ته دې مخه کړي، چې وینه بنده شي او د سولې خبرو ته فضا برابره شي.

خو په دا مهال قطر کې د طالبانو دفتر استازی محمد نعیم وايي، جګړه هم روانه وي او د مېز پر سر خبرې هم روانې وي.

"تر ټولو ښه بېلګه د امریکا او طالبانو خبرې وې چې کال خبرې روانې وې، خو جګړه هم روانه وه. دا معمول دی او چې جګړه نه وي بیا خبرو ته اړتیا څه ده."

ښاغلي محمد نعيم بي بي سي ته ویلي، قطر کې ناستې هم د همدې لپاره دي چې جګړه ختمه شي.

نوموړی زیاتوي چې د دواړو ډلو ترمنځ لږ ستونزې شته، ممکن هغه اوارې شي او پرمختګ وشي.