ولسمشر غني: سوله د سیاسي واک د وېش معامله نه ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له طالبانو سره سوله د کومې معاملې او د سیاسي قدرت د وېش په معنا نه ده. ولسمشر غني دا څرګندونې یکشنبه کابل کې د عاشورا مراسمو ته د وینا پر مهال وکړې.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې سولې ته باید د افغان وګړي له نظره وکتل شي چې د ده په وینا د تل لپاره د جګړې پای ته رسول دي.

ښاغلي غني په دې غونډه کې چې د هغه دواړه مرستیالان هم حاضر وو یو ځل بیا د جمهوري نظام پر پایښت ټينګار وکړ.

افغان ولسمشر وویل هغه زمانه تېره شوې چې هر څه د "یوه واړه اقلیت د ګټو په شاوخوا کې څرخېدل"، جمهوریت د افغانستان د ټولو خلکو نظام دی ، "جمهوریت لوی ظرفیت لري چې هر څه جذبولی شي".

ښاغلي غني د کربلا د پېښې په وېر کې را ټولو شویو کسانو ته په خطاب کې وویل هیله یې دا ده چې له سولې ونه ډار شو.

د وحدت ګوند مشر محمد محقق دې غونډې ته وینا کې وویل چې د سولې د روان بهیر ملاتړی دی خو "جمهوریت او د خلکو حقونه " سرې کرښه دي چې دده په وینا باید وساتل شي.

نوموړي په ټینګار سره وویل چې د سولې په خبرو کې به "د نظام د ړنګولو ترخه تجربه" تکرار نه شي.

د سولې شورا پخواني مشر او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر کریم خلیلي چې د کربلا پر پېښې د ویر په یوه بله غونډه کې یې وینا کوله وویل چې د سولې لپاره ترلاسه شوی فرصت دې نه ضایع کیږي.

هغه د نیوکې په بڼه وویل چې سوله باید د وړو کړیو له ولکې را ووځي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه سوله د شاتګ په مانا نه ده او "که څوک داسې فکر کوي چې افغانستان شاتګ کوي نو تېروتلی دی".

د افغان سیاستوالو دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې ویل کیږي له طالبانو سره د سولې هڅې یوه حساس پړاو ته نږدې رسېدلي دي.

د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې لا هم له نا څرګند برخلیک سره مخامخ دي، خو په ځینو رسنیزو رپوټونو کې ویل شوي چې د بندیانو د تبادلي د بیا پيل په برخه کې چې ځنډیدل یې د خبر خنډ بلل شوی، پرمختګ شوی او تمه ده چې ژر دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.