غني: داسې هېڅ تضمین نه شته چې خوشي شوي طالبان به امنیتي ګواښ نه پېښوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، داسې هېڅ تضمین نه شته چې خوشي شوي طالبان به پر امنیتي ګواښ نه بدلېږي.

پرون (پنجشنبه ماښام) د امریکا بهرنیو اړیکو له شورا سره په ويډیويي غونډه کې ولسمشر غني وویل،په نړۍ کې سولې یوه بیه درلوده او د دې طالبانو خوشي کول هغه بیه ده چې په دې پړاو کې یې افغانستان لنډوي.

د ولسمشر غني په خبره، طالبان باید ثابته کړي چې په خپلو لیکو کې د مدیریت او اداري توان لري او هغسې چې یې ژمنه کړې، کسان یې باید بېرته جګړې ته ستانه نه شي.

د مشورتي لویې جرګې له غوښتنې او د ولسمشر غني د فرمان له لاسلیک نږدې درې ورځې وروسته د څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته( د اګسټ ۱۳) پیل شوه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، د لویې جرګې پرېکړې ته په پام پرون له څلور سوه طالب بندیانو ۸۰ تنه خوشي شول.

د نوموړي په خبره، دا بندیان د افغانانو خپلمنځي خبرو هڅو کې د چټکتیا او پراخ اوربند لپاره خوشي کېږي.

دا بندیان کابل کې له څرخي پل زندان خوشي شوي دي.

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې پکار و، د افغانانو خپلمنخي خبرو لپاره دا ډله زر حکومتي بندیان او حکومت هم پنځه زره طالب زندانیان خوشي کړي.

د بندیانو خوشي کولو بهیر کې له ځنډ سره سره افغان حکومت د طالبانو له ورکړي نوملړ له مخې، نږدې څلور زره شپږ سوه بندیان خوشي کړل، خو نږدې څلور سوه بندیانو خوشي کول یې په دې ځنډولي وو، چې د دوی په خبره، لویې جرمي دوسیې لري.

وسلوالو طالبانو هم ویل، چې د دې بندیانو له خوشي کېدو پرته د سولې خبرې نه کوي.

افغان ولسمشر د دې څلور سوه بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره تېره جمعه مشورتي لویه جرګه راوبلله او دې جرګې د بندیانو د خوشي کول تایید کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اګسټ په لسمه په ارګ ماڼۍ کې د هغه د دواړو مرستیالانو، د افغان دولت د مرکچي پلاوي د مشر او قاضي القضات په حضور کې د دې زندانیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ.

"د نړۍ لپاره خطرناک"

خو په ورته مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا څلور سوه طالب بندیان د نړۍ لپاره خطرناک بولي.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ امریکا کې یوه اندیځ یا فکري مرکز ته د ویډو له لارې خبرو کې وویل:

"تر دې مسلې مخکې د سولې غوښتو په اړه اجماع وه، خو د بیې په اړه يې نه وه. "

نوموړی زیاتوی: "اوس موږ د دغې بيې یوه لویه برخه پرې کړې او دا مانا لري چې سوله به پایلې هم ولري، د خطرناکو مجرمانو او د نشه‌يي توکو قاچاقیانو خوشي کول ښايي موږ، امریکا او نړۍ ته خطر پېښ کړي. "

د دې بندیانو د خوشي کیدو د فرمان له لاسلیک درې ورځې وروسته د دوی د خوشي کیدو لړۍ بېګا پیل شوه.

ویل کیږي چې د دې څلور سوه طالب زندانیانو له خوشي کولو وروسته به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک له اعلان وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل که د دوی بندیان خوشي شي نو دوی به په یوه اونۍ کې مخامخ خبرې پيل کړي.

ویل کېږي د جمعې په ورځ ممکن هم د دې بندیانو له ډلې ځینې خوشي شي.

بېګا د اتیا بندیانو د خوشي کېدو مراسمو ته خبریالان ور بلل شوي نه وو.

د وسلوالو طالبانو اندېښنه

وسله والو طالبانو د اګسټ په دوولسمه په یوه خبرپاڼه کې تور ولګاوه چې داعش ډله غواړي هغه وسایط په نښه کړي چې ټاکل شوې ده د څرخي پله له زندانه به د طالبانو پاتې بندیان لېږدوي.

طالبان همدا راز تور لګوي چې په دې پلان کې له داعش سره د حکومت استخباراتي کسان، یو شمېر نظامیان او د امنیتي‌ پوستو قومندانان شریک دي.

خو د افغان حکومت د سولې وزارت ویاندې ناجیه انوري له بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو دا تور ونه مانه:

: "دا موضوع په کلکه ردوو. ښايي خطرونه وي او افغانستان کې ترهګرې ډلې شته او داسې پروګرامونه به هم وي، خو افغان حکومت د داسې کار اجازه نه ور کوي."