تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: داعش د حکومتي کسانو په مرسته زموږ پر پاتې بندیانو د برید پلان لري
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې تور لګولی چې داعش ډله غواړي هغه وسایط په نښه کړي چې ټاکل شوې ده د څرخي پله له زندانه به د طالبانو پاتې بندیان لېږودي.
طالبان همدا راز تور لګوي چې په دې پلان کې له داعش سره د حکومت استخباراتي کسان، یو شمېر نظامیان او د امنیتي پوستو قومندانان شریک دي.
په دې تړاو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:
"دوی غواړي چې په دې جنایت سره د مذاکراتو پروسه مختل کړي او همدا راز له دغو بندیانو څخه خپل غچ واخلي. اسلامي امارت په دې اړه جدي انديښنه لري او ټولو ذي دخله خواووته خبرداری ورکوي چې د دغه خطر د مخنیوی لپاره اقدام وکړي او د بندیانو د انتقال پروسه په احتیاط او ډيره مصئونه توګه ترسره کړي. خدای مه کړه د کوم خطر د پيښیدو په صورت کې به ټول هغه جهتونه مسئول وي چې په دې برخه کې غفلت وکړي".
خو د افغان حکومت د سولې وزارت ویانده ناجیه انوري د طالبانو دا تور او انېښنه ردوي.
هغې بي بي سي ته وویل: "دا موضوع په کلکه ردوو. ښايي خطرونه وي او افغانستان کې ترهګرې ډلې شته او داسې پروګرامونه به هم وي، خو افغان حکومت د داسې کار اجازه نه ور کوي."
بل لور ته هغه څلور سوه طالب بندیان چې ویل شوي وو نن چهارشنبه به خوشې شي، لا هم د افغان حکومت په زندان کې دي او د خوشې کېدو بهیر یې یو ځل بیا ځنډېدلی.
د دې بهیر د ځنډېدو لامل لا هم نه دی روښانه او افغان حکومت یې په اړه پټه خوله پاتې دی.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي مصالحې عالی شورا بي بي سي ته ویلي، د دولت مرکچي پلاوی طالبانو سره د مخامخ خبرو پېلېدو نیټې ته په تمه دی چې دوحې ته ولاړ شي.
دغې شورا دا هم ویلي چې د خبرو لپاره د مشرتابه شورا او غړو نوملړ وروستی شوی، چې د خبرو پیلیدو نیټې سره به یې له رسنیو سره شریک کړي.
د مشورتي لویې جرګې سپارښتنه لا هم نه ده عملي شوې:
د سولې مشورتي لویې جرګې کابل کې له درې ورځنیو خبرو وروسته تېره یکشنبه افغان حکومت ته سپارښتنه وکړه چې پاتې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشي کړي او طالبانو سره مخامخ خبرو ته لار هواره کړي.
له دې جرګې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، دی د دې کسانو د بښلو یا خوشي کولو واک نه لري او له همدې کبله یې د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه را وغوښته.
د جرګې له سپارښتنې وروسته ولسمشر غني د دې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشي کولو حکم لاسلیک کړ، خو په عمل کې دا چاره لا هم نه ده پیل شوې.
طالبانو بیا بي بي سي ته ویلي چې دوی بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي او هر کله چې یې پاتې بندیان خوشي شول نو یاده ډله به یوه اوونۍ کې افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.
ټاکل شوې ده چې د دې خبرو لومړی پړاو په دوحه کې په راتلونکو ورځو کې پیل شي، خو کره نېټه یې لا هم نه ده اعلان شوې.