جنرال مکماسټر: ټرمپ د افغان حکومت پر ضد طالبانو سره ملګری شوی

ټرمپ او جنرال مکماسټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال هربرټ مکماسټر د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تګلاره سختې نیوکې کړې دي او دا یې د زرګونو امریکایي سرتېرو د قربانیو ضایع کول بللي دي.

نوموړي له امریکایي 'سي‌ بي‌ اېس ' تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ د افغان حکومت پر ضد د طالبانو ملګرتیا کوي.

جنرال مکماسټر د سي بي اېس تلویزیون 'شپېته دقیقې ' خپرونه کې ویلي، دی په دې باور دی چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ اوسنۍ پالیسي ناسمه ده.

ښاغلی مکماسټر په دې مرکه کې زیاتوي:

"زه فکر کوم موږ په افغانستان کې یوې دوامدارې ژمنتیا ته اړتیا لرو،‌ چې د افغان حکومت او افغان امنیتي‌ ځواکونو مرسته وکړو. ځکه دوی دي چې د دې جګړې بار ته یې اوږه ورکړې ده".

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د افغان دولت او طالبانو پلاوي په دوحه کې په بین الافغاني خبرو بوخت دي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ښکاره ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو د جوړجاړي په صورت کې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

امریکا او طالبانو تېره فبرورۍ میاشت کې د دوحې خپلمنځي تړون کې هم له افغانستانه د ټولو امریکایي‌ او بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې ده.

خو د جنرال مکماسټر په ګډون یو شمېر پخواني او اوسني امریکایي چارواکي‌ په دې باور دي چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان د ځواکونو په ایستلو کې بیړه کوي،‌ او دا تګلاره ښایي په راتلونکې کې د امریکا ملي امنیت ته زیان ورسوي.

جنرال مکماسټر په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار شو، خو د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې یې له دې دندې استعفا ورکړه.

په دوحه کې بین الافغاني خبرې چېرته رسېدلي؟

دوحه خبرې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په دوحه کې د افغان سولې په تړاو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل یوه اوونۍ پوره شوه

بل لور ته په دوحه کې د افغان سولې په تړاو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل یوه اوونۍ پوره شوه، خو د تمو خلاف په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی ډېر شو.

د بي بي سي خبریال ندیم اشرف د دغه هېواد د دفاع وزارت چارواکو له قوله وايي، چې امنیتي ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې دي خو د طالبانو د بریدونو په ځواب کې یې دغې ډلې ته تلفات اړولي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند بي بي سي ته ویلي دي چې په دوحه کې د مذاکراتو تر څنګ به په افغانستان جګړه روانه وي.

له دې وړاندې د دفاع وزارت ویلي وو چې د هېواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې جګړه روانه ده. د قطر په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې او طالبانو تر منځ د خپلمنځي خبرو پوره یوه اوونۍ وشوه.

تمه دا وه چې د دغو خبرو له پيل سره به تاوتریخوالی راکم شي.

د افغانستان د دفاع وزارت په تېره یوه اوونۍ کې د بریدونو او تلفاتو په تړاو کره مالومات نه ورکوي، خو د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي بي بي سي ته وویل، طالبانو په بېلا بېلو ولایتونو کې جګړو ته دوام ورکړی دی.

د سولې په خبرو کې د افغان حکومت مذاکراتي ډلې په خپلو څرګندونو کې په وار وار ټینګار کړی چې له طالبانو سره به لومړی پر اوربند خبرې کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي، په بېلا بېلو ولایتونو کې جګړې رور اخیستی

خو طالبانو ویلي دي چې له اوربند وړاندې لومړی باید د جګړې پر عواملو بحث وشي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بي بي سي ته ویلي دي چې قطر کې ناستې د همدې لپاره دي چې جګړه ختمه شي.

نوموړی زیاتوي چې د دواړو ډلو ترمنځ لږ ستونزې شته، خو ښايي هغه زر هوارې شي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي وو چې که طالبان د جګړې له لارې غواړي خپلو موخو ته ورسېږي، دا امکان نه لري.