پنجشېر او کابل کې بریدونه؛ ارګ وایي طالبان د سولې په اړه د افغانانو هیلې وژني

د عکس سرچینه، GMIC AFGHANISTAN
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وایي، افغان دولت د طالبانو هغه بریدونه په کلکه غندي چې د هېواد په ځینو برخو کې یې ترسره کړي دي. ښاغلي صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا بریدونو د سولې، د مذاکراتو د پیلېدو او د تاوتریخوالي د ختمېدو په تړاو د میلیونونو افغانانو هیلې وژني.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانو دوشنبه شپه او سې شنبه د پنجشېر او کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.
بل لور ته په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو لپاره لا هم کومه نېټه نه ده اعلان شوې او له کابله مرکچي پلاوی هم دوحې ته نه دی روان شوی.
قطر کې د طالبانو د ساسي دفتر نوي ویاند محمد نعیم ویلي، هر کله چې د دوی ټول بندیان خوشي شول نو یاده ډله به خبرو ته کېني.
یاده وي چې افغان حکومت له شپږ طالب بندیانو پرته نور ټول بندیان خوشي کړي، او ویل کېږي دا شپږ کسان به، چې د بهرنیو ځواکونو په وژلو تورن دي، قطر ته استول کېږي او هلته به کوربند وي.
د مسعود د تلین پر ورځ پنجشېر کې د طالبانو برید

د افغانستان دفاع وزارت او پنجشیر کې سیمه ییزو چارواکو په پلازمېنه کابل او پنجشېر کې د طالبانو د دوو حملو خبر ورکړی. دا بریدونه د شهید اونۍ له پیل او د احمد شاه مسعود وژنې له تلین سره هم مهاله شوي.
د مسولینو په وینا دواړه بریدونه پر وخت شنډ شوي خو د کابل ښار تر څو کلومترۍ او له جګړو لرې پنجشېر ولایت ته د وسله والو نښتو رسېدو اندیښنې ډېرې کړې دي.
طالبانو د دې برید مسولیت منلو سره ویلي د ابشارو ولسوالۍ په غلغله سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او د دوی په وینا اوه سرتیري یې نیولي او په نښتو کې یو طالب هم ټپي شوی دی.
دوی په دې برید کې د پوستې له منځه وړل او د هفت اسیاب په نوم "ستراتیژیکې" سیمې د نیولو خبره کوي.
خو د یاد ولایت د والي ویاند منصور عنابي وایې طالبانو نن سهار د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې تحرکات درلودل، خو امنیتي ځواکونو په شا وتمبول:
" نن سهار دوښمن د ابشار په قلعه تري سیمه کې ځینې تحرکات درلودل، خو له نېکمرغه د افغان امنیتي ځواکونو او خلکو په مټ دوښمن د تېښتې په حال دی، درنه مرګژوبله ور اوښتې او د دوښمن د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو او خلکو هڅې روانې دي. ولس او حکومت ته نه مرګ ژوبله اوښتې او نه یرغمل شوي دي."
د پنجشېر ولایتي شورا غړی عزم الدین میرزايي هم وايي، طالبانو د ابشار ولسوالۍ په غلغله ښار برید کړی دی. نوموړی مني چې طالبانو ځینې کسان یرغمل کړي دي.
کابل کې د طالبانو برید

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت مني چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کابل ختیځ ته د خاکجبار ولسوالۍ اړوند شېرالله سیمه کې له څو لورو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دا بریدونه د ۱۱۱ فرقې لخوا دفع شوي خو دریو طالبانو ته یې د مرګ ژوبلې رسیدو ادعا هم کړي.
دا وزارت دفاع وايي، په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته څه زیان نه دی رسیدلای
د خاکجبار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل چې تېره شپه دوی څو ساعته د جګړې او ډزو شاهدان وو.
د کابل ښار په شاوخوا کې د طالبانو دا ډول خوځښت تر ډېره په وروستیو کې بې ساری دی چې خلک یې هم اندیښمن کړي دي.
دا ولسوالي د کابل ښار ۱۲ ناحیې یا احمد شاه بابا مېنې په څو کیلومتری کې پرته ده له دې وړاندې د کابل شکر دره او پغمان ولسوالۍ هم وخت نا وخت د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جګړو ډګر پاتې شوې.
مسولینو همدا تېره اونۍ د کابل په شکردره کې د چاڼیزو عملیاتو خبر هم ورکړ چې په وینا یې د کابل امنیت لپاره مهم و.










