ګردېز کې د افغان ځواکونو پر کنډک موټربم برید وشو

ګردېز
د عکس تشریح، چارواکي په برید کې د دریو سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي.

د افغانستان سوېل ختیځ ته د پکتیا په مرکز ګردېز کې چارواکي وايي، د سې شنبې په سهار دغه ولایت کې د عامه ملکیتونو او زېربنايي پروژو د ساتنې ځواکونو پر کنډک موټربم او بیا وسلوال برید وشو.

د پکتیا والي حلیم فدايي د دې برید تاییدولو سره وايي، سهار ځايي وخت پنځه نیمې بجې وسلوالو طالبانو لومړی د عامه ساتنې کنډک پر دروازه موټربم برید وکړ او وروسته یې دوه بریدګر کنډک ته ننوتل.:

"دواړه ځانمرګي زموږ د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول او د عامه ملکیتونو د ساتنې درې پولیس شهیدان او پنځه برسېرن ټپیان دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوی دي."

د پکتیا امنیه قومندان سلطان محمد داود بي بي سي ته وویل، له موټربم وروسته دوه بریدګر یوازې د کنډک د ودانۍ اول پوړته ته له رسېدو سره د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول.

ښاغلي داود دا هم وویل، دې برید کې د کنډک ودانۍ ته ډېر تاوان رسېدلی او ورڅېرمه ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

د هغه په خبره، دغه سهارنۍ لس دقیقه یي جګړه کې یوه میرمن او یو بل عام وګړی ژوبل شوی او نوره ولسي مرګ ژوبله نه لري.

طالبان څه وايي؟

ګردېز
د عکس تشریح، چارواکي وايي، د کنډک وداني سخته زیانمنه شوې ده.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا برید یې د عملیاتي قطعې په مرکز کړی او دوه نیمې ګړۍ جګړه کې لسګونه ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

تيره سي شنبه( د اګسټ ۲۵) هم وسلوالو طالبانو د افغانستان شمال ته د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو پر مرکز موټرم بم برید وکړ.

د تېرې مۍ پر څوارلسمه هم وسلوالو طالبانو په ګردېز کې د افغان پوځ پر تاسیساتو موټربم برید کړی و او د چارواکو په خبره دې برید کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه سرتېري او ۱۵ ملکیان ټپي شوي وو.

د عامه خوندیتوب قطعه

ګردېز

برید د عامه خوندیتوب قطعې په کنډک شوی، چې د افغان پولیسو برخه ده او د کورنیو چارو وزارت چوکاټ کې کار کوي.

د دې قطعې مسوولیت د افغان حکومت پراختيايي پروګرامونو، د خصوصي برخې پروګرامونو، د نړیوالو بنسټونو د پروژو او د ناټو د اکمالاتي کاروانونو امنیت ساتل دي.