تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسې د دوو طالب بندیانو له خوشي کېدو سره بیا مخالفت وښود
د فرانسې حکومت د دغه هېواد د یوې وګړې په وژلو تورنو دوو طالب بندیانو د خوشي کېدو په هکله بیا د جمعې په ورځ غبرګون ښودلی او وايي، دوی پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت خپله بیانیه کې زیاتوي:
"فرانسه بیا د هغو کسانو له خوشي کېدو سره خپل مخالفت ښيي چې د فرانسوي وګړو پرضد یې جرم کړی، په تېره د هغو فرانسوي پوځیانو او انساني حقونو د کارمنانو په هکله چې زموږ له افغان ملګرو سره یې اوږه په اوږه د اړمن ولس د امنیت او اړتیاوو پوره کولو لپاره په سرښندنه کار کړی دی. "
فرانسې د مشورتي لویې جرګې له غوښتنې وروسته چې له امله یې افغان حکومت څلور سوه بندیان خوشي کول د دې کسانو د نه خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
خو د طالبانو دوو جلا سرچينو بي بي سي ته د پنجشنبې په ورځ ومنله چي افغان حکومت د دوی دوه زندانیان، ضیا احمد او عبدالنبي، چي د یوې فرانسوۍ مېرمنې په وژنه تورن او په اعدام محکوم وو، پنجشنبه سهار خوشي کړي دي.
پر دې کسانو تور و چي ۲۰۰۳ کال کې یې په غزني کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یوه کارکوونکې بیټینا ګویسلارډ په داسي مهال چي د همدې ادارې په موټر کې ناسته وه، په ډزو ووژله.
خو فرانسوي چارواکي وايي، ولسمشر یې او د اروپا او بهرنیو چارو لپاره وزیر یې له خپلو افغان سیالانو سره وروستیو ټلیفوني خبرو کې هم خپل دریځ روښان کړی دی:
"فرانسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو او نه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون شریکه ده، ځکه په لوړه کچه پارېدلې ده. "
د فرانسوي چارواکو په خبره، فرانسه د سولې خبرو ملاتړ په داسې صورت کوي چې افغانستان کې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د قربانیانو حقونه په پام کې ونیول شي.
له بلې خوا طالبانو د پنجشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، هغه شپږ بندیان هم قطر ته استول شوي چې تراوسه د افغان حکومت په بند کې و.
طالبانو د خپلو ټولو بندیانو پر خوشي کېدو ټینګار کاوه او ویل یې چې له نوملړ سره سم یې ټول بندیان خوشي نه شي خبرې نه پیلېږي.
د دې بندیانو له خوشي کېدو وروسته قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وویل چې د شنبې په ورځ د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چمتو دي.
د جمعې په ورځ د افغان حکومت پلاوی هم دې خبرو ته ځي چې د افغان پخلاینې جرګې مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست حنیف اتمر هم پکې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د دې خپرو پرانیست غونډه کې به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ګډون وکړي.
امریکايي چارواکي او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو د خبرو پیلېدل د ۴۰ کلنې افغان غمیزې د ختمېدو لپاره تاریخي چانس بولي.