تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارګ: که طالبان د حکومت پاتې بندیان خوشي کړي د سولې خبرو ته بل خنډ نشته
افغان حکومت ویلي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره اړینه ده چې دا ډله په خپل بند کې د افغان حکومت پاتې اسیران خوشي کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي دوشنبه کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، افغان حکومت د سولې لپاره څه باندې پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل، خو اوس باید طالبان هم د حکومت پاتې بندیان خوشي کړي.
ښاغلي صدیقي که څه هم ونه ویل چې څومره شمېر حکومتي بندیان د طالبانو په بند کې دی، خو ټینګار یې وکړ چې د دې کسانو نه خوشي کول د سولې خبرو پر وړاندې یوازینی خنډ دی.
د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وویل، له افغان حکومت سره د پاتې طالب بندیانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې نړیوال امنیت ته ګواښ دي.
ښاغلي صدیقي ومنله چې فرانسې او یو بل هېواد رسماً د ځینو دې کسانو د خلاصون په اړه اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر دې موضوع کار کوي او هیله لري چې دا ستونزه حل شي.
صدیق صدیقي په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پړه هم پر طالبانو ور واچوله او د افغانستان په قضیه کې پر ښکېلو هېوادونو غږ وکړ چې خپل نفوذ وکاروي او طالبان سولې ته وهڅوي.
د ښاغلي صدیقي په وینا، د افغان حکومت مذاکراتي ډله له طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره په بشپړه توګه چمتو ده او د حکومت هیله دا ده چې دا خبرې ژر تر ژره پیل شي.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې افغان حکومت څه باندې پنځه زره طالب بندیان او طالبانو زر تنه بندیان خوشې کړي دي. د حکومت له خوا د خوشې طالب زندانیانو له ډلې ۴۶۰۰ یې هغه زندانیان دي چې طالبانو یې د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
طالبان وايي د دوی له خوا ټول خوشې شوي کسان د حکومت د امنیتي ځواکونو منسوبین دي. خو حکومت وړاندې ویلي چې د طالبانو د خوشې شویو کسانو په ډله کې یو زیات شمېر ولسي وګړي دي چې دغې ډلې نیولي وو.
په پام کې وه چې د طالبانو له خو د ورکړل شوې نوملړ پاتې ټول ۴۰۰ بندیان چې مشورتي لویې جرګې یې خوشې کول تایید کړي وو او ولسمشر هم په دې اړه فرمان لاسلیک کړی، تېره اونۍ خوشې شوي وای. خو له دې ډلې یوازې ۸۰ تنه یې خوشې شوي دي.
فرانسې او استرالیا اعتراض کړی چې هغه طالب زندانیان دې نه خوشې کیږي چې د دوی د وګړو په وژلو مجرم پیژندل شوي دي.
په افغانستان کې د فرانسې سفارت پر خپله ټویټر پاڼه یوه بیان کې له افغان دولته غوښتنه کړې وه چې هغه "ترهګر" دې نه خوشې کوي چې په افغانستان کې د فرانسوي وګړو، په تېره د مرستندویه کارکوونکو او سرتیرو د وژنې په جرم محکوم شوي دي.
له دې وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو په ډله کې د داسې کسانو د شته والي په اړه اندېښنه ښودلې وه چې د دې هېوادو د وګړو په وژلو کې یې لاس درلود.