تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملي مصالحې عالي شورا: ځینې هېوادونه د طالب بندیانو خلاصون په اړه ملاحظې لري
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو بهیر کې ځنډ یو لا مل د نورو هېوادونو هغه ملاحظې دي چې په دې ډله کې یې د ځینو طالبانو د خوشې کولو په اړه لري.
د یادې شورا له دې څرګندونو وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، هغه درې طالب زندانیان دې نه خوشې کیږي چې د فرانسوي وګړو په وژلو مجرم پيژندل شوي او طالبان یې پر خوشې کولو ټېنګار کوي.
له دې وړاندې د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون هم له افغان حکومت نه غوښتي وو چې د افغان اردو هغه سرتېری دې نه ازادوي چې درې اسټرلیایي پوځیان یې وژلي وو.
ښاغلي مورېسن ویلي وو، د اسټرالیا نږ دریځ دا دی چې دغه افغان سرتېری باید هېڅ کله خوشی نه شي، ځکه خوشي کېدل یې په سیمه کې له سولې سره مرسته نشي کولی.
اوس د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بي بي سي ته ویلي:
"یو شمېر هېوادونه اعتراض لري. خو مهمه دا ده چې د زندانیانو د ازادېدو حکم ولسمشر لاسلیک کړی او دغه لړۍ پيل شوې ده. تمه داده چې ژر بین الافغاني مذاکرات شروع شي. افغانستان بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دی او موږ کوښښ کوو چې دغه ستونزه حل شي".
خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو چاره حقوقي او تخنیکي اړخونه لري او کار پرې روان دی. د نوموړې په وینا:
"اتیا تنه طالب زندانیان خوشې شوي او د نورو پاتې زندانیانو کار روان دی. د زندانانو د خلاصون پروسه حقوقي، تخنیکي او عدلي ابعاد لري چې په دې برخه کې کار جریان لري".
طالبانو د فرانسې او اسټرالیا د دې غوښتنو په غبرګون کې ویلي چې دا ډول شرطونه د سولې خلاف او پاروونکې دي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل چې د دغو دواړو هېوادونو دا غوښتنې بې ځایه دي، ځکه دوی پر افغانستان یرغل کړی.
۴۰۰ خطرناک طالب زندانیان
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشورتي لویې جرګې له خوا د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو له تائید وروسته د دې زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک.
افغان حکومت ویلي وو، دا طالبان په لویو جرمونو لکه د نشه یي توکو قاچاق، ترور، انسان تښتونې او نورو لویو جرمونو کې ښکیل دي چې ولسمشر یې د خوشې کولو واک نه لري.
د ولسمشر غني په لاس د فرمان له لاسلیک وروسته یوازې ۸۰ تنه خوشې شوي.
ټاکل شوې وه دا ډله زندانیان د تېرې اوونۍ په اوږدو کې خوشې شوې وای او د ځینو رپوټونو له مخې نن د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې هم پيل شوې وای، خو داسې ونشول.
دا ۴۰۰ زندانیان د هغو ۵۰۰۰ طالب زندانیانو له ډله وو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې یې د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.