د طالبانو مرکچي پلاوي دوحه کې د سیاسي دفتر غړو سره خپلمنځۍ ناسته کړې

د عکس سرچینه، Reuters/BBC
طالبانو ویلي چې د دې ډلې مرکچي پلاوي په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر غړو سره خپلمنځۍ ناسته کړې، چې مشري یې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کړې.
په دې تړاو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ملا برادار د مرکچي پلاوي او همدا راز د سیاسي دفتر نوي غړي معرفي کړل، او د خپلو راتلونکو دندو په اړه یې هدایات ورکړل.
وسلوالو طالبانو پرون مولوي عبدالحکیم حقاني د دې ډلې د مرکچي پلاوي نوی مشر، او محمد نعیم یې په قطر کې د خپل سیاسي دفتر نوي ویاند په توګه اعلان کړل.
شاوخوا ۶۰ کلن مولوي عبدالحکیم د طالبانو تش په نوم قاضي القضات وو ، د دې ډلې اوسني مشر ملا هیبت الله اخونزاده ته نږدې کس او ویل کیږي چې په سویلي ولایتونو کې د طالبانو په لیکو کې ډېر نفوذ لري.
نوموړی د کندهار د میوند ولسوالۍ د بندي تیمور د کلي اصلي اوسیدونکی او په قوم اسحاق زی دی.
ده د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې په اسحاق آباد کې یوه مدرسه هم لرله. دې مدرسه کې تېره جنورۍ میاشت کې چاودنه وشوه. که څه هم طالبانو رسما په دې چاودنه کې د مولوي عبدالحکیم ټپي کېدل رد کړي وو، خو باوري طالب سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې دې چاودنه کې خپله مولوي عبدالحکیم حقاني ټپي او د ده زوی، وراره او د پاکستاني پولیسو د یوه افسر امان الله اسحاق زي په ګډون ځینې کسان وژل شوي وو.
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې شېر محمد عباس ستانکزی به د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر وي.
نوموړی اوس له افغان حکومت سره راتلونکو مذاکراتو لپاره د مولوي عبدالحکیم مرستیال ټاکل شوی دی.
همدا راز د سهیل شاهین پر ځای هم د سیاسي دفتر لپاره نوی ویاند ټاکل شوی، خو ښاغلی شاهین به د مرکچي پلاوي غړی وي.
بین الافغاني مذاکرات به کله پیلېږي؟

د عکس سرچینه، Qatar Official Sources
د طالبانو په مرکچي پلاوي کې له نویو بدلونونو سره اوس داسې تمه کېږي چې دا ډله د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتو ده.
تر دې وړاندې د افغانستان د سولې د چارو وزارت ویلي وو، د طالبانو مرکچي پلاوی تر دې دمه نه دی بشپړ شوی، او له همدې کبله له کابله هم مرکچي پلاوی دوحې ته نه دی تللی.
په تازه مالوماتو کې یوې سرچیني بي بي سي ته ویلي چې ښایي دا پلاوی د یکشنبې پر ورځ هم له کابله دوحې ته روان نشي.
بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته رسېدلی او تمه کېږي چې د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدونکې غونډه کې به ګډون وکړي.
په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او همدار راز د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر به هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ناسته کې ګډون کوي.
افغان حکومت وار د مخه د معصوم ستانکزي په مشرۍ مرکچي پلاوی اعلان کړی، چې په ترکیب کې یې حکومتي او غیر حکومتي کسان شامل دي.
حکومت همدا راز بین الافغاني مذاکراتو لپاره د چمتووالي نیولو په موخه یوه لوژستیکي ډله تېره اوونۍ دوحې ته استولې وه.









