طالبان وايي، د سولې خبرو ته یې د مولوي عبدالحکیم په مشرۍ مذاکراتي ټیم ټاکلی دی

طالبان
د عکس تشریح، طالبان وايي، د سولې خبرو لپاره یې مذاکراتي ټیم قطر ته رسېدلی دی

طالبان وايي، د سولې خبرو لپاره یې خپل پلاوی ټاکلی دی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، دغه پلاوی ۲۱ غړي لري چې د مجاهد په خبره د طالبانو مشر ملا هبت الله تایید کړي دي.

مولوي عبدالحکیم چې د طالبانو قاضي القضات بلل کېږي، د دغه پلاوي مشر او شېر محمد عباس ستانکزی د مرستیال په توګه اعلان شوی دی.

له دې مخکې ښاغلي ستانکزي له امریکایانو سره د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشري کوله.

طالبانو دغه راز ویلي، محمد نعیم وردګ د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند په توګه ټاکل شوی دی.

له دې مخکې سهیل شاهین د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند و.

بل لور ته د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته تللی دی.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دوحې ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر اعلان تر څنګ ویلي:

''افغان مشران باید د سولې لپاره له دې تاریخي فرصته ګټه واخلي. ټولو لوریو د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو پر وړاندې د خنډونو لېرې کولو لپاره مهم اقدامات کړي دي او اوس وخت راغلی چې (دغه خبرې) پیل شي. ''

له دې مخکې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مخکیني ویاند سهیل شاهین له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، د طالبانو مذاکراتي پلاوی د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د قطر دوحې ته رسېدلی دی.

د ښاغلي شاهین په خبره تخنیکي ستونزې د خبرو ځنډېدو لامل دي، خو نوموړي زیات جزیات نه دي ورکړي. د نوموړي په وینا د دې مسایلو له حل وروسته به د خبرو د پیل لپاره نېټه مشخصه شي.

ټویټ

د عکس سرچینه، Twitter

بل لور ته پاکستان کې سرچینو تایید کړې چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي ډله نن مازدیګر له اسلام اباده قطر ته روانه شوې او ټاکل شوې له ځايي وخت سره سم ماښام دوحې ته ورسېږي.

له دې مخکې د افغانستان په سولې وزارت کې سرچینو ویلي و، تر هغو یې چې قطر ته د طالبانو مرکچی پلاوي د تلو په اړه ډاډ نه وي ترلاسه کړی، د دوی مرکچي پلاوی به دوحې ته لاړ نه شي.

په ورته مهال د قطر حکومت ځینې سرچینو ویلي، د بین الافغاني خبرو پیل پر وړاندې ځینې تخنیکې مسئلې د هواریدو په حال کې دي.

له کابله د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپی په خپل رپوټ کې وايي، د قطر دولت کې سرچینو د داسې هیله منوونکو بدلونونو خبر ورکړی چې په دوو راتلونکو ورځو کې د خبرو پیل شونی کوي.

د افغانستان په سولې وزارت کې چارواکي وايي، تر هغې چې د طالبانو مرکچي پلاوی قطر ته و نه رسېږي، د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی دوحې ته نه ځي.

ناجیه انوري

د عکس سرچینه، NAjia anwari/twitter

د عکس تشریح، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري بي بي سي ته وویل، د خبرو په پیل کې د ځنډ لامل دوحې ته د طالبانو د بشپړ ټیم نه رسېدل دي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري بي بي سي ته وویل، د خبرو په پیل کې د ځنډ لامل دوحې ته د طالبانو د بشپړ ټیم نه رسېدل دي:

''زموږ لخوا هېڅ موانع نه شته، د افغانستان د سولې په خبرو کې ښکېل اړخونه او په ځانګړې توګه طالبان باید خپل اقدامات او چمتوالی بشپړ کړي، دې کې یو هم هغه ډله طالبان دي، چې مذاکراتو کې ښکېل دي او دا مهال په پاکستان کې دي، باید قطر ته ځان ورسوي. ''

په افغان حکومت کې سرچینه وايي، په دې مذاکراتو کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر ګډون وروستی شوی او د حکومت تشریفاتو ټیم هم قطر ته تللی دی، خو د افغان حکومت مذاکراتي ټیم غړي لا هم قطر ته د تللو په تمه دي.