کرزي د ملي روغې جوړې شورا غړیتوب رد کړ؛ عبدالله ته نږدې کسانو هم ملاحظه ښودلې

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سولې ته کار کوي خو په هیڅ حکومتي جوړښت کې برخه نه اخلي.

د ښاغلي کرزي دا غبرګون یوه ورځ وروسته له هغه را څرګندیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو او د دې شورا د مشرتابه پلاوی د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره منظور کړ.

حامد کرزی د دې فرمان له مخې د منظور شوي نوملړ په سر کې د جهادي او سیاسي مشرانو په ډله کې یاد شوی.

که څه هم د ښاغلي کرزي د دفتر په اعلامیه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا ته اشاره نه ده شوې خو ویل شوي چې پخوانی ولسمشر به "د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي".

بل لور ته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې عالي شورا ځینو سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي چې دوی د ارګ لخوا اعلان شوی نوملړ ټول شموله نه بولي او پر ترکيب يې هم ملاحظې لري. دغه شورا وايي چې په دې تړاو به ډېر ژر خپل رسمي دريځ اعلان کړي.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هم په یوه اعلامیه کې د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې ګډون رد کړی. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملي روغې جوړې په شورا کې د غړي په توګه د دې ګوند د مشر صلاح الدین رباني په شاملولو کې ور سره مشوره نه ده شوې.

د بشري حقونو کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر او د ښځو شبکې مشرې ماري اکرمي هم د سولې په تړاو دغه جوړښت کې د میرمنو او ځوانانو کم رنګ د پوښتنې وړ بللی دی.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا ترکیب:

د شنبې پر ورځ ناوخته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو نوملړ په یوه فرمان کې تایید کړی دی.

د دې فرمان له مخې د رهبرۍ پلاوي په توګه یې د عبدالسلام رحیمي، عنایت الله بابر فرهمند، اسدالله سعادتي، زهره مطهري، عطاالرحمان سلیم، حاجي دین محمد، محمد اکرم خپلواک، محمد معصوم ستانکزی او نورالحق علومي نومونه یاد شوي دي.

په شورا کې نهه تنه مېرمنې دي، چې یوه یې د مشرتابه پلاوي غړې ده.

د ولسمشر په فرمان کې ویل شوي، د ملي روغې جوړې عالي شورا دنده لري چې په یوه اونۍ کې د ملي شورا غړو، ولایتي شوراګانو، د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو، دیني عالمانو او د سولې پخوانۍ عالي شورا استازو په ګډون د یادې شورا د عمومي مجمعې د غړو لیست ترتیب او وروستی کړي.

امرالله صالح، سرور دانش، محمد حنیف اتمر، حمدالله محب، فضل هادي مسلمیار، میر رحمان رحماني، الماس زاهد، د سولې چارو کې د دولت وزیر او مولوي جوره طاهري د شورا دولتي غړو په توګه یاد شوي دي.

د دې تر څنګ د دغې شورا د غړو په توګه لاندې نومونه یاد شوي دي.

درې د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله ډاډ وښود چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د پنجشنبې پر ورځ کابل کې د جګړې او سولې مطالعاتو انسټیټیوټ (ای ډبلیو پي ایس) کې د وینا پر مهالي ښاغلي عبدالله وویل، مشورتي لویې جرګې وښوده چې افغانان سوله غواړي او د دې سولې لپاره قرباني هم ورکولی شي.

د روان کال په مې کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه وشوه، چې له مخې یې ښاغلي عبدالله ته د روغې جوړې د عالي شورا ریاست ورکړل شو.