ولسمشر غني: د سولې خبرو ځنډولو ته نور هېڅ پلمه نه ده پاتې

د ویډیو تشریح، '' د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون بهیر پیلېږي ''

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، اوس چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې او خوشي کېدو فرمان لاسلیک شوی، د خلکو تمه دا ده چې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د وسله والو طالبانو مذاکراتو د پیل لپاره باید هېڅ خنډ او پلمه پاتې نه شي او په لومړي فرصت کې خبرې پیل شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې سې شنبه له طالبانو سره د خبرو لپاره حکومتي پلاوي سره کتنه کې کړې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، افغان دولت سولې ته ژمن دی او هدف دا دی چې جګړه په بنسټیز ډول ختمه شي.

ښاغلي غني دوشنبه د پاتې ۴۰۰ زندانیانو د خوشي کېدو فرمان لاسلیک کړ.

نن سې شنبه د ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي:

"د دولت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د تل پاتې او باعزته سولې لپاره چې د افغانانو غوښتنه ده، خبرې کوي".

افغان ولسمشر وايي، مشورتي لویې جرګې د سولې لپاره تګلاره وټاکله او دولت ژمن دی، چې دغه تګلاره عملي کړي.

غني

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني دوشنبه د پاتې ۴۰۰ زندانیانو د خوشي کېدو فرمان لاسلیک کړ.

د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي هم په نننۍ غونډه کې ویلي، د مشورتي لویې جرګې غوښتنو ته په پام سره د افغانستان د خلکو غوښتنو ته توجه کېږي.

په کابل کې مشورتي لویې جرګې په خپل پرېکړه لیک کې چې تېره یکشنبه د دې جرګې پر وروستۍ ورځ خپور شو د هغو ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول تایید کړل چې افغان حکومت وایي په لویو جرمونو کې ښکیل دي او ولسمشر یې د قانون له مخې د خوشې کولو صلاحیت نه لري.

له دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، که زندانیان یې خوشي شي، په یوه اونۍ کې به له افغان دولت سره خبرې پیل کړي.

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو بي بي‌ سي ته ویلي‌ چې دا خبرې به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي،‌ خو کره نېټه یې لا نه ده اعلان شوې.‌

د مشورتي لویې جرګې له پای ته رسېدو وروسته ښاغلي غني وویل د اوربند په برخه کې د لویې جرګې سپارښتنه مني خو له طالبانو یې وغوښتل چې له افغانستان شموله اوربنده دې وېره ونه لري.

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین د اوربند په اړه د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانانو ترمنخ خبرو کې به پر اوربند خبرې کېږي او دوی وار له مخه د ده په وینا تاوتریخوالی کم کړی دی.