مشورتې لویه جرګه: پاتې طالب بندیان دې خوشي شي؛ طالبانو هم خبرو ته چمتووالی وښود

د عکس سرچینه، ARG
کابل کې د سولې مشورتې لویې جرګې نن یکشنبه پر درېیمه او وروستۍ ورځ د هغو ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول تائید کړل چې حکومت په لویو جرمونو کې ښکیل بللي. ولسمشر غني ژمنه وکړه چې همدا نن به د دې زندانیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړي.
د جرګې له دې پرېکړې سره همهاله وسله والو طالبانو بي بي سي پښتو تلویزیون ته ویلي چې که دا زندانیان خوشي شې نو دوی به یوه اونۍ کې افغان حکومت سره مخامخ خبرې پيل کړي.
مشورتې لویې جرګې چې مشري یې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوله د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه په خپل ۲۵ ماده ییز پریکړه کې ویلي چې د سولې خبرو د پیل په وړاندې د خنډونو د لېرې کولو، د وينې تویېدو د مخنیوې او د عام مصلحت په خاطر "د طالبانو ۴۰۰ بنديانو د خوشي کیدو نظر تائیدوي".
خو د جرګې په پریکړه لیک کې ټينګار شوی چې که غوښتنه وشي نو د هغو کسانو حق العبد دې خوندي وي چې د خوشي شويو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.

مشورتې لویې جرګې ټېنګار کړی چې د سولې بهیر کې باید اسلامي ارزښتونه او "په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې حفظ او تقويه شي".
دغه راز ټینګار شوی چې باید د ولسواکۍ او جمهوريت اصول او د اتباعو اساسي حقونه، په ځانګړي توګه د قومي، ديني او مذهبی لږکیو سیاسي موقعیت او حقونه تر پښو لاندې نشي.
مشورتي لویې جرګې سپارښتنه کړې چې که اړتیا وې نو اساسي قانون په همدې قانون کې د راغلي میکانیزم له مخې تعدیلېدای شي.
ولسمشر: طالبان دې اوس ثابته کړي چې له اوربند وېره نه لري

د دې درې ورځنۍ مشورتې لویې جرګې د پای غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وینا وکړه.
ولسمشر غني خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د جرګې سپارښتنې عملي کولو ته ژمن دی او همدا نن به د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړي.
"زه به نن هغه حکم امضا کړم چې ما په ژوند کې نشو لاسلیکولی، ځکه زما تر صلاحیت لوړ و، اوس به یې ستاسو په اجماع امضا او دوی به خوشې کړم"
ښاغلي غني طالبانو ته په خطاب کې وویل چې اوس انتخاب د دوی دی او طالبان باید "نن وښيي چې له سرتاسري اوربند نه وېرېږي، موږ د جرګې له خوا ټولشموله اوربند منو. لوی جرأت په جنګ کې نه دی، بلکې په سوله کې دی".
افغان ولسمشر د جرګې ګډونوالو ته وویل چې له نړیوالې ټولنې یې دا ډاډ تر لاسه کړی چې له طالبانو سره کومه پټه "موافقه" نه ده شوې او ټولو په یوه غږ ورته ویلي چې " مطلوب هدف چې ازاد افغانستان دی" ژمن دي.
د طالبانو غبرګون: "که پاتې بندیان خوشي شي یوه اوونۍ کې خبرې پیلوو "

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل چې که دا ۴۰۰ زندانیان خوشې شي نو دوی په یوه اوونۍ کې مخامخ خبرو ته چمتو دي.
سهیل شاهین د بي بي سي خبریالې شازیه حیا ته وویل چې نور د خبرو پر وړاندې خنډ نشته او د دوی ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوی چې مشري به یې عباس ستانکزی کوي د خبرو لپاره چمتو دی.
نوموړي ویلي د خبرو پیل به د قطر په پلازمینه دوحه کې وي. د اوربند په اړه سهیل شاهین وویل چې دا موضوع د بین الافغاني خبرو په اجندا کې ځای لري او دوی له وړاندې تاوتریخوالی کم کړی دی.
عبدالله: طالبانو سره د خبرو پیل نږدې دی
د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله د جرګې پریکړې د سولې پر لوري یو مهم ګام وباله او په دې سره " د سولې پر وړاندې وروستی خنډ له مخې لرې شو او د سولې د خبرو پیل نږدې دی".

د عکس سرچینه، DR ABDULLAH ABDULLAH FACEBOOK
هغه د لویې جرګې ګډونوالو ته وویل، تر کومه چې شونې وي افغان حکومت د لویې جرګې پرېکړه لیک عملي کولو ته ژمن دی.
ښاغلي عبدالله وویل :"سره له دې چې د هېواد په کچه د جرګې په تړاو پوښتنې وې، خو ټولو ترې ملاتړ وکړ، چې الحمدالله په خیر سره پای ته ورسېده. یو ټکی ډېر مهم و، چې د لویې جرګې په جریان کې هیڅ حکومتي چارواکي مداخله ونکړه او نه یې پرې کوم تاثیر لاره، چې د جرګې د غړو او د افغانستان د خلکو د هیلو خلاف وي".
حامد کرزی: سوله کې عزت او ژوند دی
د لویې جرګې د وروستۍ ورځې بل مهم وینا وال پخوانی ولسمشر حامد کرزی و چې ګډون یې د جرګه والو له هرکلي سره مخ شو.
ښاغلی کرزی د جرګې پر لومړۍ ورځ نه و راغلی او د تېر کال مشورتي لویې جرګې د رابللو کلک مخالف هم و. خو نن یې په خپله وینا کې له ولسمشر غني مننه وکړه چې خلکو ته یې وخت ورکړ او دا جرګه یې را وبلله.
هغه وویل دا جرګه دی او د افغانستان خلک خپلې هیلي ته چې سوله ده، رسوي ځکه د ده په وینا په سوله کې عزت او ژوند دی.
ښاغلي کرزي د جرګې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل چې ولسمشر غني به د دوی پرېکړې عملي کړي، نوموړي هیله وښودله چې د طالب زندانیانو له خوشي کولو وروسته به په دوه درې ورځو کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل شي.

د عکس سرچینه، ARG
بل لور ته افغان امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو هڅه وکړه چې پر مشورتي لویې جرګې برید وکړي، خو د دې بریدونو مخه ونیول شوه.
د افغانستان لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا یوه خبرې غونډه کې وویل د لویې جرګې د امنیت د تامین لړ کې عملیاتو پرمهال د داعش ډلې ۱۱ هغه غړي نیول شوي چې غوښتل یې پر لویه جرګه برید وکړي.
هغه همدا راز دې لړ کې د څو طالب وسله والو د نیولو خبره هم وکړه خو ډېر تفصیل یې ورنکړ.
لوی درستیز وویل، څو توغندي چې د لویې جرګې پرسیمه د برید لپاره چمتو شوي وو له منځه وړل شوي او د برید مخه نیول شوې ده.
ده وویل: "د دوښمن عملیات شنډ شول، د امنیتي ځواکونو د بشپړې همغږۍ په پایله کې هغه عملیات چې دوښمن پلان کړي وو خنثی شول ".








