افغان چارواکي ننګرهار کې "د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون د ۳۱ وسلوالو" د وژلوخبره کوي

ننگرهار رسنیو مرکز

د عکس سرچینه، ننگرهار رسنیو مرکز

د عکس تشریح، ځايي چارواکي وایي، د لشکر طیبه او جیش محمد وسلوال له طالبانو سره مرستې ته راغلي.

د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې چارواکي وايي، د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د ۱۳ پاکستانیو په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژلي دي.

د دې ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، دا پېښه د خوږیاڼو په کیلغو (کیله غو) سیمه کې شوې چې په ترڅ کې یې یو تن ژوندی نیول شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.

د خوږياڼو ولسوال شمس الحق ساپي د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، په دا وروستيو کې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه ډېر کړي وو او مرستې ته یې د لشکر طيبه او جیش محمد په ګډون یو شمېر بهرني وسلوال راغلي دي.

خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، په دې سیمه بمبار شوی او د دوی د ډلې ۴ وسلوال یې وژلي خو د پاکستانیانو خبره ردوي.

دا پېښه په داسې مهال ده چې رپوټونه وايي افغان ځواکونو د چارشنبې په ورځ هرات کې یوه برید سره ولسي مرګ ژوبله واړوله.

د هرات برید غندل

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد وایي، د هرات برید پلټنه باید وشي.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي د انځورونو او د عيني شاهدانو څرګندونې ښيي چې هرات کې د افغان ځواکونو په هوايي ګوزار کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکيان وژل شوي دي.

خو د افغانستان د فاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د پنجشنبې په ورځ یوه خبری غونډه کې وویل:

"په هرات کې موږ شواهد لرو چې دوښمن ته تلفات اوښتي، هیله لرو چې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه وي اوښتې".

نوموړي زیاته کړه:

''ټولو دفاعي ځواکونو ته امر کوم چې ملکي کسانو ته جدي پاملرنه وکړي او نورې پیښې تکرار نه شي. ''

خو هرات کې یوې سرچینې د پنجشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل:

"دې پېښه کې ۴۵ کسان ریښتیا وژل شوي چې طالبان او ولسي وګړي پکې دي. عیني شاهدانو ماته په ټيليفون کې او مخامخ وویل، ۴۵ طالبان او ولسي وګړي وژل شوي، دوی ۲۶ ولسي وګړي دي، چې ۱۲ زموږ سره ولسوالۍ کې ثبت دي او ۱۴ کسان هم ورک دي. ادرسکن کې ۲۰ ټپیان هم ثبت شوي دي".

ښاغلی خلیلزاد په دې اړه په خپل يوه تازه ټويټ کې دغه بريد غندي او په دې اړه د پلټنې غوښتنه کوي.

طالبانو هم د چارشنبې په شپه په هلمند کې دوو موټر بم بریدونو او د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې په وسلوال برید سره افغان ځواکونه په نښه کړل.

زلمی خلیلزاد خپلو ټويټونو کې د طالبانو تاوتریخوالي ته په اشاره وايي:

''د طالبانو پر وروستیو بریدونو هم خواشیني یو، ډېر ا فغانان پکې ووژل شول. ''

د زلمي خلیلزاد په خبره، ډېر قبرونه خبرې نه رامنځ ته کوي:

"افغان ولس سملاسي د داسې خبرو پیلېدل او روغه غواړي چې د دوی په ګټه وي".

نوموړی زیاتوي:

"د دې بهیر د شاته کولو په ځای موږ له ټولو غواړو چې تاوتریخوالی کم کړی، ولس خوندی کړي او اړین زغم وښيي ځکه د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدل نږدې دي.

د ملګرو ملتونو غبرګون

د هرات له برید وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما هم وايي، د دې په ځای چې افغانان د سولې لپاره په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې وکړي، افغانستان کې د تاوتریخوالي تازه څپه کې له هر لوري ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"وګړنیو سیمو کې بریدونه، ځمکنۍ جګړه، هوايي بریدونه او چاودنې بده مرګ ژوبله لري او افغانستان کې پر ښځو او ماشومانو بد اغېز پرېږدي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، د ټولو افغانانو د ګټې لپاره اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري تاوتریخوالی کم کړي، د اړتیا وړ بندیان خوشي کړي، د اختر ورځو کې جګړه ودروي او بې ځنډه د سولې خبرې پیل کړي.

چارواکي څه وایی؟

ګذره

د عکس سرچینه، Getty Images

د هرات ځايي چارواکي وايي، د چارشنبې په ورځ ځايي وخت نهه بجې هوايي برید سره په ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو غونډه په نښه شوې او لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

ويل کېږي په دې برید کې، هغه طالبان په نښه شوي چې له بند په دې وروستيو کې د خپل خوشي شوي يوه قوماندان هرکلي ته راټول شوي وو.

خو د هرات د والي دفتر وایي، برید کې هغه غونډه په نښه شوې چې هرات ښار کې یې د برید پلان جوړاوه.

مګر د ادرسکن ولسوال محمد علي فقیر یار، چې پېښه هم د دې او ګذره ولسوالۍ ترمنځ شوې وايي، برید کې د طالبانو غونډه په نښه شوې، خو ډېرو ولسي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي تېره شپه بي بي سي ته وویل، د پنځو طالبانو او دریو ولسي وګړو مړي ادرسکن ته ور وړل شوي، خو زیاتوي ښايي نور مړي ګذرې، شینډنډ او یا نورو ولسوالیو ته وړل شوي وي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي یاده سیمه کې له بګرامه د خوشي شوي یوه طالب زنداني پر میلمستون برید شوی او بیا د دې پېښې د قربانیانو د لېږدولو پر مهال هم هوایي برید شوی دی.

د نوموړي په خبره، دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.