د بشري حقونو کمېسون: د ځانمرګو بریدونو مرګژوبله دوه برابره شوې

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون وايي، د ۲۰۲۰ کال لومړنیو شپږ میاشتو کې یو زرو ۲۱۳ کسان وژل شوي، چې ۱۲۶ پکې ښځې او ۲۲۵ ماشومان دي.
دا کمېسون وايي، په ورته مهال د ۱۷۱ ښځو او ۴۰۵ ماشومانو په ګډون ۷۴۴ ولسي وګړي ټپي شوي هم دي.
دغه کمېسون د سې شنبې په ورځ د روان زېږیز کال لومړۍ نیمايي کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په هکله رپوټ خپور کړ، چې د ۲۰۱۹ کال د ورته مودې پرتله نږدې ۱۱ سلنه کموالی ښيي.
د بشري حقونو کمېسون وايي، پر ۲۰۲۰ کال هره ورځ ۱۶ ولسي افغانان د جګړې قرباني شوي دي.
ویل کېږي دې موده کې د ښځو مرګ ژوبله هم له یو سلنه او د ماشومانو مرګ ژوبله ۳۳ سلنه کمه شوې ده.
د افغانستان سوېل ختیځ، مرکز، ختیځ، شمال ختیځ، شمال، لوېدیځ او سوېل د ولسي وګړو ډېره مرګ ژوبله جوړوي.
د طالبانو بریدونو کې د مرګ ژوبلې کمښت
د انساني حقونو کمېسون رپوټ کې دا هم راغلي چې طالبان د ۴۸،۵ سلنه ولسي مرګ ژوبلې، حکومتي ځواکونه د ۱۵،۵ مرګ ژوبلې او اسلامي دولت ډله د ۶،۳ ولسي مرګ ژوبلې او بهرني ځواکونه د ۲،۳ ولسي مرګ ژوبلې مسوول دي، خو د ۲۶،۷ سلنه ولسي مرګ ژوبلې مسوول نامعلوم دی.
د دې رپوټ له مخې، د طالبانو بریدونو کې د روان کال د نیمايي مرګ ژوبله د تېر کال تر ورته مودې ۲۴ سلنه کمه شوې ده.
دا په داسې مهال ده چې افغان حکومت بیا بیا وايي، د امریکا او طالبانو د تړون خلاف دې ډلې وروستیو میاشتو کې جګړه سخته کړې او ولسي مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د ځانمرګو دوه برابره کېدل

د انساني حقونو کمېسون رپوټ وايي، ۳۱ سلنه ولسي مرګ ژوبله هدفي وژنو، ۲۶ سلنه د سړک غاړې چاودنو او چسپکې ماینونو، ۱۲،۷ سلنه هم راکټي بریدونو، ۱۱،۷ سلنه هم ځانمرګو بریدونو، ۱۱،۵ سلنه هم نښتو او ځمکنۍ جګړې او پاتې هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو اړولې ده.
دې رپوټ کې دا هم راغلي چې له ماینونو مرګ ژوبله اوه سلنه ډېره شوې، خو له راکټي بریدونو مرګ ژوبله ۴۷ سلنه کمه شوې، دا ډول د ځمکنۍ جګړې مرګ ژوبله ۶۶ سلنه کمه شوې، هوايي بریدونو کې ۴۴ سلنه او شپنیو عملیاتو کې هم ۹۰ سلنه مرګ ژوبله کمه شوې ده.
د بشري حقونو د کمېسون رپوټ دا هم وايي، چې د روان کال لومړۍ نیمايي کې د ځانمرګو بریدونو مرګ ژوبله ۱۰۹ سلنه زیاته شوې، چې ډېر مسوولیت یې هم د اسلامي دولت په نوم خراسان څانګې منلی دی.
دې ادارې د خبریالانو ضد تاوتریخوالی ۵۵ پېښو خبره کړې چې له امله یې څلور خبریالان وژل شوي او لس ټپي شوي دي.
سوله او انساني حقونه

د عکس سرچینه، Ghazni.gov
د افغانستان د انساني حقونو کمېسون وايي، سوله د ټول افغان ولس غوښتنه ده، خو ټینګار کوي چې د عدالت پام کې نیولو او د وګړو د انساني حقونو د ملاتړ په تضمین سره باید د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل او اوربند وشي.
د دې ادارې رپوټ وايي، خلکو اوږدمهالې کشاله کې ډېره قرباني ور کړې او د دې جنایتونو دوسیو ته له رسیدګي پرته تلپاتې سولې ته رسېدل ناشوني دي.
دا کمېسون له حکومت، طالبانو، امریکا او نړیوالې ټولنې غواړي چې قربانیان او خلک د سولې خبرو کې شریک کړي.
دا کمېسون د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې د نړیوالو بشردوستانه حقونو اصولو ته ژمن او د ولسي وګړو له زیانمنولو ډډه وکړي.
د ولسي مرګ ژوبلې قضیو ته رسیدګي او د هغو د عاملانو په سزا رسول د دې کمېسون نورې غوښتنې دي چې د جنګ له ښکېلو لورو یې کړې دي.








