واشنګټن کې د افغان سفارت د دېوال بیا رغونه؛ بهرنیو چارو وزارت د فساد ادعا رد کړه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په امریکا کې د افغان سفارت دېوال رغولو کې د اداري فساد په تړاو رپوټونه رد کړل.

دغه وزارت یوه خبرپانه کې وايي، د روڼتیا خوندي کولو او د حساب ور کولو اصل په پام کې نیولو لپاره ژمن دي، چې د پروژې اړوند ټول سندونه د هر اړخیزې څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ او د پلټنې سترې ادارې ته وسپاري.

واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم د پژواک خبري اژانس دا رپوټ رد کړی چې وايي، د دې سفارت دېوال جوړولو کې فساد شوی دی.

دا سفارت وايي، د دېوال لپاره ځانګړې شوې پیسې یوازې د یوه دېوال نه بلکې د سفارت د دریو دېوالونو پر جوړولو او رغولو لګول شوې دي.

وړمه ورځ پژوک خبري اژانس یوه څېړنیز رپوټ کې دعوه وکړه چې امریکا کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره دېوال رغولو ته د یوه شرکت ۸۸ زره ډالري وړاندیز رد کړی او دا کار یې د بلې کمپنۍ له لارې د یو میلیون اته لکه، ۲۵ زره ۸۳۹ ډالرو سره کړی دی.

د دې خبري اژانس رپوټ زیاتوي، افغان سفارت د دې دېوال جوړولو ته یو میلیون پنځه لکه او ۸۶ زره ډالر، د ارزولو لپاره یې ۱۲ زره ۷۵۰ ډالر او د خاورې ازمویلو ته ۲۱ زره ۲۵۰ ډالر، د تخنیکي سلاکارۍ لپاره ۶۴ زره ۸۳۹ ډالر او د تړون او تخنیکي سلاکارۍ لپاره یو لک پنځوس زره ډالر لګولي دي.

خو واشنګټن کې افغان سفارت د خبرپاڼې خپرولو سره وايي، دا پیسې یواځې پر یو دېوال لګول شوې نه دي، بلکې درې دېوالونه دي، چې څنګلورې ودانۍ پرې تکیا دي او هم د سفارت تخریب شوې ودانۍ او ګاونډ کې کور دی.

افغان سفارت زیاتوي، کوم شرکت چې لومړیو کې ۸۸ زره ډالر وړاندیز کړي و، دا پیسې د دیوال جوړولو او نورو زیانمنو برخو لپاره نه وې، "بلکې دغه شرکت یوازې د ختیځ دیوال د ړنګې برخې د کنډوالو لرې کولو او د هغه د ېوال د نورې برخې د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره لنډمهالې رغونې ته دا پیسې غوښتې وې".

افغان سفارت دا هم وايي، چې امریکا کې افغان سفیرې رویا رحماني د تړونونو غوره کولو کې رول نه درلود او یوازې وړاندیزونه یې ټول کړي او کابل ته استولي چې د ملي تدارکاتو کمېټه یې په تړاو پرېکړه وکړي.

د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېټه د ولسمشر په څار کار کوي او د افغان حکومت ټول تړونونه باید د دې کمېټې په څار تصویب شي.

پژواک خبري اژانس افغان سفارت کې د مالي او اداري څانګې د ډیپلوماټانو له خولې دا هم وايي، چې د قراردادي شرکتونو پیسې نېغې شرکت ته نه ور کول کېږي بلکې د سفارت له مالي برخې د چک له لارې دریم کس ته ور کول کېږي.

خو واشنګټن کې افغان سفارت وايي، د دې دېوال د جوړولو پیسې د پژواک د ادعا خلاف دریم کس ته نه دي ور کول شوې.

"سفارت د چکونو د کاپیو په ګډون ټول داسې سندونه هم واک کې لري چې ثابتوي پیسې قراردادي شرکت ته نېغې ور کړل شوې دي".

پژواک خبري اژانس د یوې سرچینې له خولې وايي، "د دې پروژې د پیسو ناوړه کارولو لپاره رویا رحماني د دېوال د جوړولو مسوولیت له یو کس اخیستی او هغه بل کس ته یې د دې پروژې د څارونکي په توګه سپارلی چې د مالیې د پخواني سرپرست همایون قیومي سلاکار و".