صدیقي: طالبانو سره د خبرو ځای په اړه هوکړه نه ده شوې؛ یوازې لومړنۍ ناسته دوحه کې کېږي

صدیقي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د افغان ولسمشر ویاند وایي، طالبانو سره لومړنۍ ناسته به دوحه کې کېږي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وایي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د ځای په اړه تر اوسه افغان حکومت کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی، او یوازې لومړنۍ ناسته به په دوحه کې ترسره شي.

ښاغلي صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه دا سپیناوی د ځینو هغو رپوټونو په غبرګون کې کړی چې ویل یې، افغان ولسمشر د قطر له ځانګړي استازي سره پر دې سلا شوی دی چې بین الافغاني خبرې به په دوحه کې ترسره کېږي.

دوه ورځې وړاندې هم افغان حکومت ویلي وو، دوی کابل کې د طالبانو له پلاوي سره د دې خبرو لپاره د نېټې او ځای پر ټاکلو بوخت دي.

په تېره یوه اوونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل هیلې زیاتې شوې دي، او دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان ولسمشر سره کتلي.

همدا راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزير ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني هم کابل ته تللي وو.

افغان حکومت: طالبان لا هم پر افغان ځواکونو بریدونه کوي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته د افغانستان امنیتي بنسټونه وايي، طالبانو تاوتریخوالی پراخ کړی، پرسوله باور نه لري او یوزاې په تېره یوه اونۍ کې یې څه باندې ۴۰۰ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین چې نن د یکشنبې په ورځ (د جون ۱۴/د غبرګولي ۲۵) د ملي امنیت شورا او د محلي ارګانونو ادارې له ویاند سره یې په ګډه خبري غونډه کې وینا کوله وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې او د اورکم له اونۍ وروسته طالبانو له خوا د تاوتریخوالی څو څپې پیل شوي دي.

ښاغلي آرین په تېره یوه اونۍ کې د تلفاتو په اړه وویل:

"په تېره یوه اونۍ کې طالبانو په ۲۹ ولایتونو کې ۲۲۲ تحرکات لرل، چې د دې تحرکاتو او پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو په پایله کې د افغان امنیتي ځواکونو ۴۲۲ سرتیري شهیدان - او یا - ټپیان شوي دي چې له ډلې ۱۷۱ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي،۱۹۹ تنه ټپیان دي او ۱۰ تنه نوراسیران شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د بریدونو دا څپې په څو برخو تمرکز درلود. له دې ډلې پر امنیتي ځواکونو، پر عامه تاسیساتو، د برېښنا پر ستنو او د امنیتي ادارو د منسوبینو پر ترور بریدونه شوي دي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي ارین وویل، په بل پړاو کې پر دیني عالمانو د بریدونو لړۍ پيل شوه چې د ده په وینا پر خلکو د رواني فشار د یوې وسیلې په توګه دې کار ته مخه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ډول بریدونه د "طالبانو د ترهګریزو بریدونو یوه برخه ده." خو طالبانو په دې وروستیو کې د دیني عالمانو په څو پېښو کې لاس لرل رد کړي او ان هغه یې غندلي دي.

د سیمه ییزو ارګانون ویاند سید شاه سقیم وویل، طالبانو لکه د تېر په څېر پر عامه تأسیساتو بریدونه ته دوام ورکړی. هغه وویل، په تېره یوه اونۍ کې طالبانو په څو ولایتونو کې ۵۱ واړه او غټ پلونه الوزولي دي او د ده په وینا حکومتي خدماتو ته د خلکو لاس رسی کم شوی دی.

د نوموړي په وینا د دې پلونو لویه برخه په کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دي او له دې ډلې نږدې نیمايي یاني ۲۲ یې یوازې په پکتیا ولایت کې په بمونو الوزول شوي دي.

ښاغلي سقیم ادعا وکړه چې د دې سربیره طالبانو په دې موده کې ځینې لورې لارې په بلډوزرونو اړولې او یا یي په بمونو الوزولي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل دې ګډې خبرې غونډه کې په دې وروستیو کې شوې تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل، چې د تېرو کلونو د همدې مهال پر تله مرګ ژوبله نه ده کمه شوې او تاوتریخوالي کې نه یوازې دا چې کمی نه دی راغلی بلکې دده په وینا زیات شوی هم دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه :

"دا په دې مانا ده چې طالبانو له خپل ادرسه سولې لپاره تلاش نه دی کړی بلکې لا هم تر اوسه دوی پر جنګ او افغان وژنه متمرکز پاتې دي او دا په دې ماناده چې طالبان څنګه چې لازمه ده د سولې لپاره لازمه هیله نه لري."

جاوېد فیصل

د عکس سرچینه، javid faisal

د عکس تشریح، د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، د تاوتریخوالي د دې لړۍ سره به بیا هم د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ به وغځیږي.

خو ښاغلي فیصل وویل، د تاوتریخوالي د دې لړۍ سره به بیا هم د طالب بندیانو د ازادولو لړۍ دوام وکړي:

"دوه زره طالب زندانیان به خوشي کېږي خو د دې ډلې زندانیانو له خوشي کولو وړاندې به د دواړو خواوو تخنیکي ډلې ناستې ولري او نوملړونه یو له بل سره شریک کړي."

دی وايي، ولسمشرغني ژمن دی چې دوه زره نور طالب زندانیان به خوشي شي، خو په ټکو ځینو تخنیکي کارونو ته اړتیا ده: "د سولې د خبرو پر وړاندې اساسي خنډ لا هم طالبان دي، افغان دولت بشپړ چمتوالی ښودلی، د خبرو لپاره یې یو مذاکراتي ټیم هم اعلان کړی، د سولې د خبرو اجنډا مو هم وړاندیز کړې، خو له بده مرغه د طالبانو له ادرسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی."

ښاغلي فیصل هیله وښوده چې نوردې طالبان د سولې لپاره مخامخ خبرې په هېڅ یوه پلمه ونه ځنډوي او نوموړي ددې ډلې له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې د خبرو په وړاندې اساسي ستونزې وبللې.

وسله والو طالبانو د افغان امنیتي بنسټونو د دې تازه څرګندونو په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې پرعامه تاسیساتو او پر ملکي وګړو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

طالبانو دغه راز ویلي چې د سولې خبرو ته ژمن دي، خو د افغانانو ترمنځ له خبرو وړاندې باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې سره سم ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شي او په مقابل کې به یې دا ډله د حکومت زر تنه زندانیان ازاد کړي.