ملي امنیت شورا: تخنیکي ډلې د حکومت او طالبانو مخامخ مذاکراتو ته لار هواروي

د عکس سرچینه، Javid Faisal
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي کابل
د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په نژدې ورځو کې د دوه زره نورو طالب بندیانو د خوشې کولو له اعلان وروسته، د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه د بین الافغاني مذاکراتو د لارې پر هوارولو بوخت دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي:''بندیانو د خلاصون لړۍ به د ولسمشر له لارښوونې سره سم دوام ومومي، په دې اړه به د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه هم کار کوي، تر څو په نتیجه کې تاوتریخوالی راکم شي، مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي او موږ یوې سرتا سري او دایمي سولې ته ورسېږو''.
تر اوسه د دې مذاکراتو د پیلېدو وخت او ځای نه دی معلوم شوی، خو ولسمشر غني ویلي، تر یوې اونۍ به په دې اړه جزئیات په ډاګه کړي.
بل لور ته طالبانو د خپلو ۳ زره بندیانو د خوشې کېدو د اعلان هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د دې بهیر له بشپړېدو یوه اونۍ وروسته به د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل کړي.
د افغان حکومت او طالبانو د زندانیانو د خوشې کولو بهیر که څه هم اوږد شو، خو روان دی او دواړه خواوې د دغه بهیر بشپړولو ته هیله من ښکاري.
له دې وړاندې دواړو لوريو یو او بل د بندیانو د خوشي په وړاندې خنډ جوړونکي یاد کړي وو.
خو په تېر کوچني اختر کې د طالبانو درې ورځني اوربند د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو خوشي کېدو لړۍ چټکه او د افغانانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو پیلېدو ته لار هواره کړه.
وروستیو کې افغان حکومت او طالبانو اعلان وکړ چې د زندانیانو د ازادولو بهیر ته ژمن دي.
تر اوسه افغان دولت د طالبانو شاوخوا درې زره بندیان خوشې کړل او تازه ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې ۲ زره بندیان به په نژدې وخت کې نور هم خوشې کړي.
له دې سره به د طالبانو د ازادو شویو بندیانو شمېر ۵ زرو ته ورسیږي، هغه شمېر چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره د طالبانو یو مهم شرط دی.
بلخوا طالبانو پرون شپه ناوخته اعلان وکړ چې په غزني او وردګو کې یې د افغان حکومت اړوند ۷۶ بندیان خوشې کړي دي.

د عکس سرچینه، Arg
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټويټ کې لیکلي، په دوی کې ۳۰ هغه کسان شامل دي په دې وروستیو کې نیول شوي و او د حسن نیت په موخه بېرته خوشې شوي دي.
د ښاغلي شاهین په وینا طالبانو تر اوسه د افغان حکومت ټولټال ۵۴۹ تنه بندیان خوشې کړي دي.
ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټويټ کې د طالبانو د دې ګام او د د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره د طالبانو د چمتوالي هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې تر بل هر وخت اوس د افغانانو ترمنځ خبرې ډېرې نږدې شوې دي.
ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی چې د شوې هوکړې سره سم دې د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ ژر بشپړه شي. هغه ویلي، ټول اړخونه باید اجازه ور نه کړي چې په دې برخه کې شوي پرمختګونه کمزوري شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې راغلي چې د افغانانو ترمنځ د سولې منځي خبرو وړاندې باید افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان د افغان دولت زر سرتیري خوشي کړي.
د دې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې د افغانانو خپلمنځي خبرې درې میاشتې وړاندې پیل شي واي.








