امریکايی جنرال: طالبانو تر اوسه له افغانستان زموږ وتلو ته شرایط نه دي برابر کړي

د امریکايي پوځ یو قومندان- چې په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونه څاري- وايي، طالبانو لا هم هغه شرایط نه دي پوره کړي چې له مخې یې تر راتلونکې مۍ میاشتې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو پلان بشپړ شي.

افغان طالبانو او امریکا تېره فبرورۍ په دې اړه تړون لاسلیک کړ.

د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس په وینا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سرپرست جنرال فرانک مکنزي ویلي چې امریکا د دې پروګرام له لومړۍ برخې مخکې ده، چې له مخې یې په افغانستان کې تر جولای د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته کمېږي.

خو جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې تر مۍ یا راتلونکي پسرلي پورې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل په شرایطو پورې تړلي دي.

هغه چې په فلوریډا کې اوسیږي په واشنګټن کې د منځني ختیځ لپاره د یوه موسسې په کوربتوب ویډیويي غونډه کې وویل:

"دا شرطونه په دې ډول دي: ایا ډاډمنېدلی شو چې پر موږ بریدونه پای ته رسېږي؟ که له ما وپوښتئ په اوسني حالت کې دا شرایط نه دي پوره شوي."

څوک امریکا ګواښي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان جګړې له لوی لګښت ناراض دی او له دغه هېواد یې د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو غوښتنه کړې.

جنرال مکنزي وايي، طالبان امریکا نه ګواښي، طالبانو هیڅکله هم امریکا نه ده ګواښلې، د ګواښ سرچینه هغه ډلې دي چې دوی افغانستان کې اجازه ور کوي.

نوموړي افغانستان کې داعش او القاعده پورې تړلو ډلو ته په اشاره زیاته کړه:

"زما په باور طالبان د داعش ملګري نه دي او د دوی پر وړاندې کار کوي. خو ما ته دا نه ده جوته شوې چې دوی به د القاعده پر وړاندې هم همدا دریځ غوره کړي."

جنرال مکنزي وویل چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د "راتلونکې لار نخشې د ارزولو" لپاره په خپل منځ کې او د ناټو غړو او خپلو ایتلافي ملګرو سره په "خورا ځواکمنو خبرو" بوخته ده.

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه

افغان طالبانو او امریکا له اتلس میاشتو خبرو وروسته د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون په یوه لویه غونډه کې د افغان سولې په تړاو خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.

د دې سند له لاسلیک یوه اونۍ وړاندې د تاوتریخوالي کمول پیل شوي و.

د هوکړې د متن له مخې امریکايي او ناټو ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان وځي.

په ځواب کې طالبانو ویل، نور له بهرنیانو سره کار نه لري، خو د افغان دولتي ځواکونو پر ضد به یې بریدونه دوام وکړي.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون د لاسلیک سره سم، د سولې بین الافغاني خبرې هم پیلېږي.

طالبان د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کېدل د دې خبرو لپاره شرط بولي او مقابل کې افغان ولسمشر اوربند، له پاکستان سره د دې ډلې د اړیکو وضاحت او د نشه يي توکو د سوداګرۍ ختمول د دې خبرو لپاره خپل شرطونه بولي.

افغان حکومت کې یوې سرچینې درې ورځې وړاندې بي بي سي ته وویل، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د جولای په ۱۱ قطر کې پیلېږي.

د دې سرچینې په خبره، تمه ده چې له دې نېټې مخکې له افغان زندانونو د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ شي.