افغان سوله؛ یوناما‌ د دایمي اوربند لپاره د یو موټی کېدو غوښتنه کړې

له پرون شپې دوولس بجې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو بهیر پیل شوی چې د همدې روانې اونۍ تر پایه پورې به دوام وکړې.

تېر ماښام ناوخته ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام د دغه ګام هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې د تاوتریخوالي کمېدل به په افغانستان کې اوربند او تل پاتې سولې ته لار هواره کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې د تاوتریخوالي د کمېدو هرکلي سربېره ویلي، دا د تلپایه سولې لپاره یو ښه فرصت دی.

یوناما وايي، له ټولو خواوو سره به په ګډه خپل هغه ملاتړ ته دوام ورکړي،‌ چې د ښخو،‌ لږکیو او ځوانانو په ګډون د افغانانو په مشرۍ بین الافغاني خبرې پیل او دغه هېواد ته تلپاتې سوله راشي.

یوناما له ټولو غاړو غوښتي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره لاس په کار شي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي، چې په دې سره د دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي ټیکاو ته لار برابره شي.

د امریکا او طالبانو له خوا په جلاـ جلا خپرو شویو اعلامیو کې په افغانستان کې په راتلونکو اوو ورځو کې د تاوتریخوالي کمېدو له هوکړې وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ګام هرکلی وکړ او و یې ویل د افغان سولې په برخه کې راتلونکي ګامونه به د تاوتریخوالي کمېدو اونۍ له ارزونې وروسته اخیستل کېږي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ویډیويي پیغام خپرېدو لا څو شېبې نه وې تېرې شوي، چې طالبانو په یوې خبرپاڼه کې خپلو جنګیالو ته امر وکړ، چې د تاوتریخوالي کمېدو په اونۍ کې د ورسپارل شوي لارښوونو سره سم عمل وکړي.

په دغې خبرپاڼه کې طالبانو خپلو جنګیالو غوښتې وه، چې د برید په مهال له ځانه دفاع وکړي او د دوی په وینا د دښمن سیمو ته له ورتللو ډډ وکړي.

امریکا او طالبانو ویلي، د دوی تر منځ به د سولې هوکړه د روانې فبروري په ۲۹ مه په دوحه کې لاسلیک شي، خو له لاسلیک مخکې اونۍ کې به د تاوتریخوالي کمېدلو بهیر پیل شي.

د دغې هوکړه له مخې به د جګړې دواړه لورې له ځانمرګي بریدونو او ‌په لویو لارو او ښارونو کې له ډلیزو حملو ډډه کوي.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي په یوې اعلامیه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک کېدو هرکلی کړی دی.

ښاغلي کرزي په دغه خبرپاڼه کې هیله ښودلې ده، چې دغه هوکړه به د افغانانو خپل منځي خبرو ته زمینه برابره کړي او د ده په وینا، دا به د تل پاتې سولې لامل شي.

پاکستان هم د یوې اعلامیې په خپرولو امریکايي ځواکونو او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالې کمېدو له اوو ورځنې پړاوه هرکلی کړی دی او په وینا یې د دغې هوکړې لاسلیک کېدل په دې مهم دی چې د افغانانو تر منځ خبرو ته به لار هواره کړي.

بل خوا د ناټو سرمنشي یان ستولټنبرک هم د طالب استازو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي کمېدو له هوکړې هرکلی کړی او په وینا یې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو، هغوی وړتیا او سولې ته علاقمندي ښيي. د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل په خپلي ټویتر پاڼې لیکلې، د تاوتریخوالي کمېدو په بهیر کې اړتیا ده، چې ټول په اتفاق او مسؤلیت سره عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوې اعلامیه کې ویلي د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر د افغانانانو خپل‌منځي خبرې هم پیل شي.

طالبانو هم په یوه جلا خبرپاڼه کې ويلي، د تړون د لاسلیک تر نېټې به مناسبه فضا برابروي، د بندیانو د خلاصون لپاره به ترتیبات نیسي او د افغانانو خپل‌منځي خبرو ته به لاره جوړوي.