د کابل وزیر اکبر خان جومات کې چاودنه؛ خطیب محمد ایاز نیازی وژل شوی

د عکس سرچینه، Social media
د افغانستان کورنیو چارو وزرات مسوولین وايي، نن ماښام د پلازمېنې کابل په وزیر اکبر خان مېنه سیمه کې د یوه جومات په ساحه کې دننه چاودنه شوې، چې د دغه جامع جومات خطیب محمد ایاز نیازی پکې وژل شوی دی.
له دې مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزرات ویاند طارق ارین وویل، د جومات اودس ځای کې ځای پر ځای شوي باروت چاودلي، چې له کبله د خطیب ایاز نیازي په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د دغې چاودنې غږ په شاوخوا سیمه کې اوریدل شوی.
د افغانستان حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني هغه مهال بي بي سي ته وویل، په روغتون کې د محمد ایاز نیازي درملنه روانه ده، خو وروسته ښاغلي ارین پر خواله رسنیو اعلان وکړ، چې نوموړي ساه ورکړه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''ولسمشر محمد اشرف غني د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشر ضد جنایت دی. ''
تر اوسه د پېښې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي او کومې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.
وزیر اکبرخان مېنه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته په نژدې دوه کیلومتره کې پرته سیمه ده، چې یو شمېر سفارتونه او مهم دولتی دفترونه هم پکې شته.
ډاکټر محمد اياز نيازي د مصر په الازهر پوهنتون کې د دوکتورا تر کچې په اسلامي فقهې کې زده کړې کړي او په کابل پوهنتون کې استاد وو.
کندوز کې د ماین چاودنه
له دې مخکې د افغانستان شمال ختیځ ته په کندوز کې چارواکو ویلي، په دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۷ کارګر وژل شوي او ۶ ټپیان دي.
د کندوز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري بي بي سي ته وویل، دا پېښه تېر ماښام د کارګرو د ستنېدو پر مهال شوې ده.
هغه زیاتوي، کارګر په زرنج کې سپاره وه چې د خان اباد ولسوالۍ په جنګل باشي کلي کې پرې ماین وچاودېد.
د نوموړي په خبره، پېښه د طالبانو واک کې سیمه کې شوې ده.
اکبري وايي، دا کارګر د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د ارغند کلي اوسېدونکي و.

د عکس سرچینه، KUDUZ.GOV
چارواکي وايي، مړي وارثانو ته سپارل شوي او ټپیان هم روغتون ته لېږدول شوي دي.
ښاغلی اکبری د دوو ټپیانو وضعیت نازک بولي.
نږدې دوه اونۍ مخکې افغانستان کې د ملګري، ملتونو سیاسي دفتر وویل، چې تېر اپرېل کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو په لاس د ولسي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال تر ورته مودې ډېره شوې ده.
د یوناما رپوټ کې زیاته شوې، طالبان اپرېل کې د ۲۰۸ ولسي وګړو د وژلو مسوول دي چې د ۲۰۱۹ کال تر ورته مودې ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.
د دې رپوټ له مخې، افغان امنیتي ځواکونه هم تېر اپرېل کې د ۱۷۲ ولسي وګړو د مرګ مسوول دي چې د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه ډېر والی ښيي.








